
د ترکيې دفاع وزير عصمت يلماز د دې خبر پخلی کړی، چې د دغه هېواد د اردو ۱۱۰ تنو پيلوټانو په ډله ييزه توګه استعفا کړې ده.
د خبري رسنيو د رېپوټ له مخې، نوموړي په پارلمان کې د اپوزيسيون يوه تن استازي د پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې د روان کال په لومړيو دوه مياشتو کې، ۱۱۰ تنو پيلوټانو له خپلو دندو استعفا ورکړې. د ده په وينا د اف ــ۱۶ ډوله الوتکو د يوه پيلوټ د چمتو کولو لګښت ۲ ميليونه ډالره وښود.
په ترکيه کې مخالفو ګوندونو، پر حاکم ((عدالت او پراختيا)) ګوند، چې مشري يې د رجب طيب اردوغان پر غاړه ده نيوکې کړي او وايي، چې په دغه بحراني شرايطو کې د دومره پيلوټانو ډله ييزه استعفا هوايي ځواکونه کمزوري کړي دي.