نواز شريف له جان کيري سره په ليدنه کې، د ډرون الوتکو د بريدونو د ودرولو غوښتنه کړې

 د پاکستان رسمي سرچينو خبر ورکړی، چې د لومړي وزير نواز شريف د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري سره په ليدنه کې، غوښتنه کړې، چې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه دې ودرول شي.
سرچينه وايي، چې په هغه ليدنه کې، چې د لومړي وزير په ماڼۍ کې د نواز شريف او نورو پوځي لوړپوړو چارواکو سره تر سره شوه، نواز شريف ويلي، چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد بې له کومې وقفې نه مبارزه کړې او په دې توګه بايد د ډرون الوتکو بريدونه په قباييلي سيمو کې هېڅ ډول مجوز نلري.
په دغه ليدنه کې پر دې هم خبرې شوي، چې دواړه غاړې به په افغانستان کې د سولې راوستو په برخه کې همکاري کوي.
تيره شپه د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري، په درې ورځني سفر، د دوه اړخيزو او سيمو مسايل په هکله د خبرو اترو لپاره دغه هېواد ته رسيدلی دی.
پرون نوازشريف له لوی درستيز، کورنيو چارو وزير او آی اس آی له مشر سره يوه ګډه ناسته درلوده او له جان کېري سره يې د خبرو مهم ټکي په نښه کړل، چې د افغانستان او پاکستان پر پوله نا امني او د ډرون الوتکو بريدونه په کې مهم وبلل شول.
US Secretary of State John Kerr (right) meets Pakistani Prime Minister Nawaz Sharif in Islamabad on 01 August 2013