
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي خلکو د وژنې د لوړيدو پر کچه اندېښنه ښودلې او وايي، چې د روان زېږديز کال په لومړیو ۶ مياشتو کې، ۲۳ سلنه په کې زياتوالی راغلی.
په هغه تازه رېپوټ کې چې د دغه سازمان لخوا خپور شوی، د ملکي خلکو د زياتې وژنه پړه د طالبانو پر غاړه اچول شوې او احصاييه په دې ډول وړاندې شوې: په سلو کې ۷۴ سلنه د ملکي خلکو وژنه د طالبانو په بريدونو کې رامنځته شوي، ۹ سلنه د حکومتي امنيتي او حکومت پلوه ځواکونو لخوا، د ۱۲ سلنې د وژل شوو خلکو عاملين ناڅرګنده ښودل شوي او ۵ سلنه ملکي خلک د ناپېژندل شوو چاودنو قربانيان بلل شوي.
د رېپوټ پر بنسټ په تيرو ۶ میاشتو کې ۱۳۱۹ تنه ملکي خلک وژل شوي او ۲۵۳۳ تنه هم ټپيان شوي دي.