د جرمني د بهرنيو چارو وزير مصر ته سفر کړی.


 د جرمني خبري رسنيو د رېپوټ له مخې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير ((ګيدو وستروله))، تير ماښام د مصر د چارواکو سره د ليدنې په موخه قاهرې ته رسيدلی.
نوموړی د اروپا لومړنی د بهرنيو چارو وزير دی، چې مصر ته د مرسي حکومت تر نسکوريدو وروسته سفر کوي. ټاکل شوې، چې په دغه سفر کې به د مصر د موقت  جمهور رييس عدلي منصور او د بهرنيو چارو له وزير سره وګوري.
تر اوسه څرګنده نه ده، چې په دغه سفر کې به له مرسي سره هم ليدنه وکړای شي او که څنګه، ځکه په دې هکله څه نه دي په ډاګه شوې.
مخکې تر ده، د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست همغږي کوونکې کاترين اشتون هم مصر ته سفر کړی و، چې له محمد مرسي سره يې هم ليدلي وو.