
بېګا شپه د
امريکې د بهرنيو چارو وزير جان کېري اسلام اباد ته ورسېد. ټاکل شوې چې نوموړی به له لومړي وزير نواز شريف او نورو لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړي. د خبرو يوه مهمه
اجنډا افغانستان اوبله يې د ډرون الوتکو بريدونه دي. پرون نوازشريف له لوی درستيز،
کورنيو چارو وزير او آی اس آی له مشر سره
يوه ګډه ناسته درلوده او له جان کېري سره يې د خبرو مهم ټکي په نښه کړل، چې د افغانستان او پاکستان پر پوله نا امني او د
ډرون الوتکو بريدونه په کې مهم
وبلل شول.