
د عراق د دفاع وزارت او روغتيا وزارت احصاييې ښيي، چې په تيره جولای مياشت کې، په دغه هېواد کې د ترهګریزو بريدونه په پايله کې ۹۸۹ تنه وژل شوي.
د رېپوټونو له مخې، دا په يوه میاشت کې په دغه هېواد کې تر ټول زيات وژل شوي کسان دي او له ۲۰۰۸ز کال راهيسې دومره خونړۍ مياشت نه وه تيره شوې. همداراز په دغو پېښو کې ۱۵۶۷ تنه ټپيان شوي هم دي.