د امريکا د بهرنيو چارو وزير پاکستان ته رسيدلی.


اسلام اباد
د پاکستان رسمي سرچينو خبر ورکړی، چې تيره شپه د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري، په درې ورځني سفر، د دوه اړخيزو او سيمو مسايل په هکله د خبرو اترو لپاره دغه هېواد ته رسيدلی دی.
پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د چارواکو له قوله وايي، چې ټاکل شوې جان کيري نن ورځ د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف او د امنيت او بهرنيو چارو کې سلاکار سرتاج عزيز سره وګوري.
ټاکل شوې، چې د لوی درستيز اشفاق کياني تر څنګ به له نورو لوړپوړو چارواکو سره هم ناستې ولري.