
دغه پرېکړه نن چهارشنبه د دغه ولایت په امنیتي غونډه کې چې د میدان وردګو ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ جوړه شوې وه، وشوه او ټولو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه وشوه،چې له څو ورځو پرلپسې خبرتیاوو وروسته دې هیڅ چاته اجازه نه ورکوي،چې پر موټر سایکلونو وګرځي.
دغه امنیتي غونډې ګډونوالو وویل : دغه پرېکړه یې په دې اساس وکړه،چې وسله وال مخالفین د موټر سایکلونو به وسایله په یو شمیر سیمو کې امنیتي ستونزې پیدا کوي او د دغه ولایت کشفي ارګانونو هم دغه موضوع معلومه کړې.
دوی زیاته کړه،سره له دې،چې په میدان وردګو ولایت کې به د موټر سایکلونو په ګرځولو د بندیز له امله یو شمیر عامو خلکو ته هم ستونزې پیدا شي،خو د همدغه ولسونو د ښه امنیت ساتنې په موخه یې د اړتیا له مخې دغه پرېکړه وکړه.
د میدان وردګو ولایت دغه امنیتي غونډې،چې په کې د دغه ولایت دوالي سربېره امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس،همغږۍ قوماندان،د ملي اردو او نظمې عامه د بېلابېلو کنډکونو مسؤلینو،د درې سوه دوه تندرقول اردو قوماندان،د ایساف ځواکونو استازو او یو شمیر نورو په کې برخه اخیستې وه،پرېکړه وشوه،هغه کسان چې د دغه خبر له اوریدو وروسته هم پر موټرسایکلونو سپرلۍ وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي .
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر