
د خوست د پوليسو چارواکي وايي، چې د روانې اونۍ په جريان کې يې د يو لړ چاڼيزو عمليات پر مهال يوه اندازه وړې وسلې، د سړک غاړې خطرناک ماينونه او څو تنه وسله نيولي دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى د چهارشنبې په ورځ، ځايي خبريالانو ته وويل، چې دا عمليات پوليسو په يوازې ځان د خوست په مرکز کې ترسره کړي او له کوم مقاومت سره نه دي مخ شوي.
هغه په روانه اونۍ کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه وويل: ((پوليسو په تېرو څو ورځو کې د خوست په مرکز کې ١٢ ميله کلاشنکوف او تومانچې، ١٥ مختلف ماينونه، د وسله والو دوه عراده موټرسايکل، يو موټر او د دې په څنګ يو د موټرسايکل بم نيول شوي، او دوه وسله وال او يو قاتل هم نيول شوي دي.))
جنرال باقي زوى دغه راز وايي، تېره ورځ ناوخته يې، د خوست په علي شېرو ولسوالۍ کې له وسله والو سره په نښته کې درې پوليس هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو په خوست ښار کې هدفي وژنو زور اخيستى، خو امنيه قوماندان وايي، چې دا وژنې سياسي اړخ نه لري او ټولې جنايي پېښې دي، چې د ده په خبره، د هرې پېښې عاملين يې نيولي او دا مهال په زندان کې دي.
خبريال: ارين افغان- خوست