پکتياوال:  د رايي اچونې مرکزونه کم دي

په پکتيا کې مدني ټولنې او قومي مشران وايي، چې په دې ولايت کې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نوم ليکنې مرکز کم جوړ شوي دي او د لرو سيمو خلک نشي کولاى، چې ټول يادو مرکزونو ته ولاړ شي او د رايې کارتونه ترلاسه کړي.
هغوى دا څرګندونې په ګردېز ښار کې د يوې غونډې پرمهال وکړې او زياته يې کړه، چې اوسني د رايې اخيستو مرکز له يوې خوا کم دي او ‌بل اکثريت يې په ولسواليو او نظامي ځايونو کې جوړ شوي، چې هلته د عادي خلکو تګ ګران وي.
په همدې حال کې د پکتيا مدني ټولنې غړي هم وايي، چې د پکتيا جغرافيي مؤقعيت ته په کتو د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون دا پريکړه، چې مرکزونه ايجاد کړي، نا سمه ده او په دې سره به زيات شمېر خلک د نوم ليکنې له بهيره پاتې شي.
”قومي مشر جت ولي وايي: (( دا مرکزونه يې چې جوړ کړي دي دا ډېر لرې دي، پکتيا لکه څنګه چې تاسې ته معلومه ده، درې لري غرنيزه سيمه ده، خلک په اسانۍ د رايې ورکونې کارټ نه شي اخيستی، بايد دا مرکزونه زيات شي.))“
د قومي مشرانو ترڅنګ په دې خبري ناسته کې د مدني ټولنو د غړيو په استازيتوب د اوښتون کلتوري ټولنې مشر ډاکټر محمد نعيم احمدزي وويل: (( په پکتيا کې د نوم ليکنې مرکزونه داسې جوړ شوي، چې د دې سيمې جغرافيه وي جوړښت، امنيتي او کلتوري وضعيت په پام کې نه دی نيول شوی، بايد په ځينو کليو کې دا مرکزونه جوړ وى، ځکه د ډېرو کليو خلک بايد څو ساعته مزل وکړي، چې د ولسوالۍ مرکز ته ولاړ شي او بيا د رايې کارت واخلي.))
د نوم ليکنې د مرکزونو په اړه په لرو پرتو سيمو کې عام خلک هم نا خوښ دي او وايي، چې دوى د امنيتي ستونزو له وجې د رايې د کارټونو د اخيستو په خاطر د نوم ليکنې مرکزونو ته نه شي ورتلای. دغه خلک مرکزونو ته د نه تګ لامل په نا مناسبو سيمو کې د نوم ليکنې د مرکزونو جوړېدل ګڼي :
خو په ورته وخت کې د ټولټاکنو د کميسيون چارواکي وايي، چې دوی د پکتيا د مرکز ګردېز په ګډون په ولسواليو کې ۱۳ د رايې اخيستومرکزونه خلاص کړي دي.
په پکتيا کې د ټولټاکنو خپلواک کميسون د عامه اړيکو مسؤل، شېرعلي فيضي روهي ويب پاڼې ته وويل، چې دوی د مرکزي ادارې د پاليسۍ سره سم په پکتيا کې د نوم ليکنې ياد مرکزونه جوړ کړي دي.
هغه وايي: (( دوی په هره ولسوالۍ کې يو نارينه او يو ښځينه د نوم ليکنې محلونه لري او دا يې د مرکزي ادارې پاليسي ده، دوی نه شي کولی چې دغه مرکزونه په خپل سر زيات او کم کړي.))
په سيمه کې کتونکي په دې نظر دي، چې که چېرته د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون دې ستونزې ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو ښايي د رايې ورکونې پر مهال د پکتيا ولايت يو زيات شمېر اوسيدونکي د رايې اچونې له کارتونو بې برخې شي او بيا به يې په راتلونکو ولسمشريزو او د ولايتي شورا په ټاکنو کې د رايې اچونې بهير کم رنګه وي.
ارين افغان- خوست