امريکا: له افغانستان نه به ټول ځواکونه بهر نه کړو

 که څه هم د امريکا او افغانستان تر منځ په دې هوکړه شوې، چې د ۲۰۱۴ ز کال تر پايه به له افغانستان نه خپل ټول ځواکونه بهر کوي، خو د پنتاګون لخوا د امريکا سنا ته په ورکړل شوي رېپوت کې ويل شوي، چې تر یادې مودې وروسته به هم امريکايي پوځيان په افغانستان کې شتون ولري.
د پنتاګون لخوا په هر شپږ مياشتو کې، د افغانستان په هکله سنا ته رېپوټ ورکول کيږي. په وروستي رېپوټ کې ويل شوي، چې د افغان ځواکونو ته د مرستې او زدکړې د ورکولو په موخه، اړينه ده، چې په دغه هېواد کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم يو شمېر پوځيان پاتې شي. په رېپوټ کې ويل شوي، که څه هم افغان پوځ ورځ په ورځ ځواکمن کيږي، خو دوی به تر یاد کال وروسته هم مرستو ته اړتيا ولري.
د افغانستان لپاره په سياسي برخه کې مسوول پيتر لاوی په يوه خبري کنفرانس کې ويلي، چې تر ۲۰۱۴ ز کال وروسته  په افغانستان کې د پاتې کيدونکو امريکايي پوځيانو په شمېر کې به زياتوالی راشي، تر څو افغان ځواکونو د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې زياته زدکړه تر لاسه کړي.
په دغه رېپوټ کې دا نه دي په ډاګه شوي، چې ټول ټال به څومره پوځيان په افغانستان کې پاتې شي خو دا ويل شوي، چې باید دومره ځواکونه شتون ولري، چې طالبان بيا پر دغه هېواد واکمن نشي.
همدا اوس په افغانستان کې ۶۰ زره امريکايي پوځيان شتون لري، چې له طرحې سره سم کيدی شي دغه شمېر ۳۴ زره شي.