د پېښور په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي.

 د پاکستان د پوليسو سرچينې، د پېښور د تيرې ورځې په چاودنه کې، د دوو تنو د وژل کيدو خبر ورکړی دی. د خبر پر بنسټ، دغه چاودنه د کاليو په يوه ګدام کې په هزار خوانۍ کې شوې. چاودنه دومره ځواکمنه وه، چې د ودانۍ چت غورځيدلی، ۲ تنه يې وژلي او يو شمېر نور ټپيان شوي.
تر پېښې وروسته پوليس سيمې ته په بيړه رسيدلي خو د چاودنې سره په تړاو کې تر اوسه څوک نه دي نيول شوي او نه يې کومې ډلې پړه پر غاړه اخيستې.
چاودنه په داسې مهال شوې، چې په پاکستان کې د جمهور رييس د ټاکنې لپاره رايې هم ورکول کيدې.