د پاکستان په يوه تلويزيوني پروګرام کې، د جايزې په توګه د يوه ماشوم ورکول، نړۍ هېښه کړې

 AmaanramzanOfficial
په پاکستان کې د ((جيو)) تلويزيوني پروګرام (( امان رمضان )) کې، د لوړې جايزې په توګه يوه نوې زېږيدل شوې داسې ماشومه ورکړل شوې، چې په کوڅه کې د کثافاتو په منځ کې موندل شوې وه.
په هغه پروګرام کې، چې وياند امير لياقت حسين لخوا پر مخ بيول کيده، يو سړی او ميرمن يې، چې اولاد نه لري، د لومړۍ درجې جايزې په توګه دغه ماشوم تر لاسه کوي.
 
 د دغو ډول جايزې ورکول، د نړۍ خلک په ځانګړي توګه په لويديځ کې سخت هېښولي په داسې حال کې، چې د پروګرام چلوونکی امير لياقت حسين دا يوه ښه کړنه بولي. دغه خبر د نړۍ په زياتو رسنيو کې خپور شو او ځينو خلکو په مرکه کې، د دغه عمل غندنه کړې او وايي، چې يو چا ته د ماشوم د ورکړې پرېکړه د يوې محکمې له لوري کيدی شي او نه دا، چې د يوه تلويزيوني پروګرام لخوا د نورو مالونو او اجناسو په څېر په ډالۍ کې ورکړل شي.