ويکيليکس ته د لاسوندونو بربنډونکی امريکايي سرتيري محاکمه شو

بردلی منین
 په امريکا کې د هغه سرتيري محاکمه وشوه، چې ويکيليکس ته يې شاو خوا ۷ زره لاسوندونه ورکړي وو. دغه سرتيری، چې بردلی منينګ نوميږي، د افغانستان او عراق جګړې په هکله يې، نامتو ويبسايټ ويکيليکس ته ډير پټ اسناد او ويډيوګانې ورکړې وې، چې د امريکا د پوځيانو له جنايتونو يې پرده پورته کوله.
په دغو اسنادو کې هغه ويډيو هم شامله وه، چې په عراق کې د امريکايي چورلکو پيلوټانو لخوا پر عام خلکو ډزې کيږي او وژل کيږي.
پر بردلي منينګ باندې ۲۱ تورونه وو، چې په ۱۹ يې ګرم بلل شوی. پر نوموړي باندې د ((جاسوسۍ)) او ((دښمن سره مرسته)) تورونه هم شامل وو، چې په وروستي تور کې پړ نه دی بلل شوی.
داسې اټکل کيده، که په ټولو تورنو پړ بلل شوی وای، د ده د اعدام يا لږ تر لږه عمری قيد سزا ورته اوريدلی کيدی شوه خو تر اوسه هم د ده بند موده نه ده اعلان شوې او په راتلونکو څو ورځو کې به اعلان شي.
د دغه ۲۵ کلن ځوان سرتيري په وينا ده دا نشو زغملی، چې د امريکا پوځ په نورو هېوادنو کې څنګه له عامو خلکو سره چلند کوي.
د اېډوارډ سنوډن به هم دا نيکمرغي وه، چې په خپل وخت يې له امريکا نه پښې سپکې کړې او اوس يې په روسيه کې د پناهندګۍ پر غوښتنه غور کيږي.