
د ملي پارلمان او ایالتي اسمبلو د ولسمشریزو ټاکنو پایله، د واکمن مسلم لیګ (ن) کاندید ممنون حسین په ګټه پای ته ورسيده.
نوموړی په ملي پارلمان، پنجاب، سند او بلوچستان کې کامیاب شو، خو خیبر پښتونخوا کې د هغه سیال د تحريک انصاف ګوند کانديد وجیه الدین زیاتې رایې تر لاسه کړي وې.
د حکومت لویې مخالفې ډلې پیپلز ګوند او ایتلافي ګوندونو، چې پښتون ملت پالی ګوند، عوامي نېشنل ګوند، بلوچستان نېشتل پارټي او مسلم لیګ (ق) په کې شامل دي، له ولسمشریزو ټاکنو سره له دې امله پرېکون اعلان کړی و، چې له ټاکلې وخت نه يوه اونۍ مخکې دغه پروسه پيل شوه.
د واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند په غوښتنه د سترې محکمې په امر د ټاکنو نېټه یوه اونۍ مخکې کولو پرضد يادو ډلو لاريون هم کړی.
د ټاکنو کمیسیون په لومړي سر کې د ولسمشریۍ ټاکنو لپاره د اګست ۶ مه نېټه ښودلې وه.