دبحرین عربیت ایران ګواښي

لیک : بثینه خلیفه قاسم
ژباړه : حمیدالله محمدشاه
دبحرین عربیت ایران ګواښي

له ایران څخه خپریدونکې ( کیهان ) ورځپاڼې د ایت الله خميني د مطبوعاتي سلاکار او د ( کیهان ) مسوول مدیر حسین شریعتمداري يوه مقاله خپره کړې ، چې په بحرین کې یې غوغا راپورته کړه . شریعتمداري کاږي : « بحرین د ایران ناعربه شیعه ولایت دی ، بحریني استوګن هیله من دي چې له خپل پلرني هېواد سره یو ځای شي » .
عربي ټولنې ، د خلیج د هېوادو دهمکارۍ ټولنې عربي او خلیجي ملتونو دغه ډول څرګندونې بې ځایه وبللې او ټولو همدا یوه پوښتنه کوله ، چې دا څوک دي چې غواړي له پلرنی هېواد سره یو ځای شي ؟ شریعتمداري ته چا دا حق ورکړی چې دبحرین د ملت په استازيتوب وغږیږي ؟ ایا د ایران دا دعوه سمه ده ، چې وايي تهران دګاونډیو هېوادو کورنيو چارو ته درناوی کوي ؟
بحرین د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د یو شمیر یرغلګرو او نیواکګرو لکه آشوریانو ، بابلیانو ، پرتګالیانو ، قرمطيانو ، مغولو او پاړسیانو تر برید لاندې راغلی .کله چې په شپاړلسمه پیړۍ کې پاړسي حاکم نادرملک پرې برید وکړ یو شمیر خورې ورې اوازې خپرې شوې ،چې بحرین د ایران یوه برخه ده . ایا هېوادونه پر خپل ځان برید کوي ؟
د ارواښاد عیسی بن سلمان د واک پر مهال بحرین وکولای شول ، چې ځان د ایران له دعوو څخه خلاص کړی . د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې په یوې ټولپوښتنه کې د بحرین اوسیدونکو پر دې ټینګار کاوه چې دوی باید ځان ته جلا هېواد ولري او نړیوال دې پرې اعتراف وکړي ، هماغه و چې په 1971 ز کې بحرین خپل استقلال اعلان کړ . ارواښاد عیسی بن سلمان په خلیج کې استوګن بریتانوي استازي ( ارتورجیفري ) سره تړون لاسلیک کړ او پر بحرین یې د انګریزانو د څارنې او ساتني تړون لغوه او د دواړو هېوادو تر منځ یې د دوستۍ تړون لاسلیک کړ . بحرین د یو ازاد هېواد په توګه په ملګرو ملتونو اوپه عربي ټولنه کې د غړي په توګه ومنل شو او په 2002 ز کې د پر مملکت واوښت .
شریعتمداري دغه څرګندونې په ریاض کې د خلیجي هېوادو د بهرنیو او دفاعي چارو د وزیرانو له ناستې وروسته وکړې . داسې بریښي چې ایران له دغې ناستې څخه ناخوښه وي ، د ناستې پر دویمه ورځ ایران ټینګار وکړ چې تهران د اماراتو په دریو جزیرو کې حق لري .
دغه ناسته وار له مخې په پلان کې شامله وه او د مې په میاشت کې د نهمې مشورتي غونډې پر مهال پرې سلا شوې وه ، موخه یې د عراق له دوسیې سره د چال چلند په اړه د خلیجي هېوادو د ګډ دریځ رامنځ ته کول وو . خو تهران دغه ناسته ګواښ وباله او خلیجي هېوادو ته یې ځان د پیاوړي ستراتیژیک ځواک په توګه وریاد کړ . د شریعتمداري مقاله پر داسې مهال خپره شوه ، چې پر نړیواله کچه خپل ارزښت او تکتیک لري . د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي ، چې کله دبحرین د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل د شریعتمداري خبرې یې رد کړې او بیایې ټینګار یې وکړ چې بحرین ازاد هېواد دی او مطبوعاتي څرګندونې د دولت د رسمي دریځ استازیتوب نه کوي .
خو دا ددې مانا نه ورکوي چې ایران به له خپلو نیتونو څخه تیر شي . غوره به وي که له هغې ویرې څخه پرده پورته شي چې ایران یې له خلیجي هېوادو څخه لري . تهران تل په دې هڅه کې دی چې څرنګه دغه سازمان ، چې دتیرې پیړۍ په اتیایمه لسیزه کې رامنځ ته شوی او موخه یې یوازې دخلیج هېوادو امن ده ، له پښو وغورځوي . ایران د دوی پاکو نیتونو ته هم نه ګوري او کارونه هغسی تعبیروي چې څرنګه یې د دوی ځان غوښتنې حس غواړي . که د ایران دبهرنیو چارو وزارت څرګندونې وکتل شي څرګنده به شي چې دخلیج هېوادو د همکارۍ ټولنې ته هیڅ اشاره نه ده کړی ، بلکې په ټولنه کې شامل هېوادونه په جلاجلا توګه یادوي . دوی دې ته چمتو دي چې له هریو هېواد سره جلا جلا خبرې وکوي نه د خلیج هېوادو دهمکارۍ له ټولنې سره .
دا څومره دشرم خبره ده چې ایران د سیمې دنظامونو له مشروعیت څخه سترګې پټوي او دا هېروي چې په خپلو ځمکو کې یې څه پیښیږي او داپېښې بیا له شریعت سره څومره اړخ لګوي ؟
یو څه ارقام او شمیرې شته چې غوره یې ګڼم دلته یې یادې کړم ، تر څو د ایران د پریکړو دکړیو ناڅرګنده بڼه نوره هم پسې روښانه شي :
په ایران کې لس میليونه وګړي اوزګار دي ، کار ورته نه پیدا کیږي ، دوی د هغو خلکو چې د کار ځواک او وړیتا لري 35٪ جوړوي . داقتصادي ځوړتیا له امله همدغه کال 150 زره ایرانیانو خپل کارونه له لاسه ورکړل . په ایران کې د ناسیاسي بندیانو شمیر 135 زرو ته ورسیده ، دې ټکي ته په پام چې په ایران کې د نفوسو شمیر 70 میليونه دی . په ایراني زندانونو کې دسیاسي فعالينو ، محصیلینو ، ژورنالیستانو او وکیلانو شمیر تراوسه معلوم نه دی . کله چې د ( ایفین ) په زندان کې د بندیانو شمیر له 16000 څخه زیات شو، نو ایران په دې وروستیو کې څلور نور زندانونه په شیراز ، اصفهان ، تبریز او تهران کې جوړ کړل . دې ته هم بايد توجه وشي ، چې د ( ایفین ) زندان د شاه په وخت کې د 4000 بندیانو له پاره جوړ شوی و .
دلته یو سوال رامنځ ته کیږي چې ایران ولې خپلې کورنۍ ستونزې نه حلوي ، چې خپلو ګاونډیانوته خوله اچوي او د ایران قمونه ولې نور خپلو هېوادوالو ته د دوی حقونه نه ورکوي ؟ دغه قضیه یو څه پټ اړخونه لري . ایران هڅه کوي چې خپل تیربرم بیرته راژوندی کړي او د ساساني امپراتورۍ خوبونه ګوري . ددې لپاره به ځنې وخت داسې ورقې هم وکاروي چې له اوسنۍ منځپانګې سره به هیڅ اړخ نه لګوي .