په ايران کې په عامه غونډه کې هم روژه خوړل کيږي

 د تهران پرس د خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، د سينما کور د استازو په غونډه کې، چې د روژې د مبارکې مياشتې په ۱۹ نېټه رابلل شوې وه، ځينو کسانو بې له دې، چې د روژې د مبارکې مياشت درناوی وکړي، په عام مجلس کې روژه خوري.
د يادې رسنۍ لخوا د مهز نيوز يو انځور هم خپور شوی، چې په کې يو تن د پايپ د څکولو په حال کې ليدل کيږي. دغه رسنۍ وايي، چې هنرمندان هسې، چې د ځان لپاره د احترام غوښتنه کوي، لږ تر لږه د خدای د مياشتې او روژه لرونکو لپاره دې هم  درناوی ولري.