پاکستان کې نن د جمهور رييس د ټاکنې لپاره رايې ورکول کيږي

 څرنګه چې د پاکستان د اوسني جمهور رييس اصف علي زرداري د واکمنۍ دوره د سږ کال د سپټمبر په ۹ مه نېټه پای ته رسيږي، د دغه هېواد د پارلمان لخوا به د نوي جمهور رييس د ټاکل کيدو لپاره به نن ورځ رايې ورکړل شي.
د پاکستان د مسلم ليګ (نواز) ګوند لخوا نوماند ممنون حسين دی، چې پخوا د سند ايالت ګورنر و.  د پاکستان د تحريک انصاف ګوند لخوا، وجيه الدين احمد د سيالۍ ډګر ته د کانديد په توګه وړاندې شوی دی.
تيره اونۍ د پاکستان پيپلز پارټي له دغه ټاکنو سره پريکون اعلان کړ، ځکه چې د ټاکنو وخت له ټاکلي وخت نه يوه اونۍ رامخکې شوی او دغه ګوند وايي، چې دوی د ټاکنيز کمپاين لپاره پوره وخت نه لري، خو پرېکړه د سترې محکمې لخوا د مسلم ليک په غوښتنه شوې. په لومړي سر کې د ټاکنې نېټه، د اګسټ ۶ مه نېټه ښودل شوې وه.