
د پاکستان د امنيتي سرچينو د رېپوټ له مخې، تیره ورځ ۶ تنه د سرحدي ځواکونو پوځیان، د پښتونخوا د ټانک په سيمه کې د ګومل په لوري روان و، چې ګاډی يې له ترافيکې پېښې سره مخ شو او لاندې درې ته غورځيدلی او مړه شوي.
يوه ورځ مخکې تر دې هم د بنو په سيمه کې یو بل موټر اوښتی و، چې ۴ تنه په کې وژل شوي وو او ۱۲ نور په کې ټپيان شوي.