جرمني د ترکيې له لارې له افغانستان نه په وتلو پيل وکړ

 د جرمني د پوځي تجهيزاتو او ګاډو لومړی کاروان، تيره ورځ د ترکيې د ترابوزون د بندر له لارې په وتلو پيل وکړ.
د جرمني ځواکونه، چې په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې په جګړه کې ښکېل دي، خپل مهمات او وسلې په الوتکو کې د ترکيې شمالي بندر ترابوزون ته رسولي او بيا له هغه ځایه په بيړيو کې جرمني ته وړل کيږي. د جرمني سرچينو د رېپوټ له مخې، ۱۵۰ زغروال ټانکونه او ګاډي په بیړۍ کې بار شوي.
په راتلونکې کې به هم، د جرمني پوځ له همدې لارې ګټه اخلي، خو دا څرګنده نه ده، چې په بشپړه توګه به يې وروستي ځواکونه په کومه نېټه بهر شي، ځکه جرمني دا اعلان کړی، چې تر ۲۰۱۴ ز کال وروسته به هم په افغانستان کې يو شمېر پوځيان ولري.