
اسلام اباد
د پاکستان د پوليسو سرچينې وايي، چې د خيبر پښتونخوا په ديره اسمعيل خان کې پر مرکزي زندان باندې د وسلوالو لخوا بريد شوی.
سرچينه زياتوي، چې وسلوالو اورپکو د چاودنو په ترسره کولو سره او همداراز د ار پي جي او ماشنګنو په واسطه پر هغه زندان ډزې وکړې، چېرته چې په سلګونو طالبان هم بنديان دي.
پوليسو وايي، چې اورپکو ۸ چاودنې رامنځته کړې او هڅه يې درلوده، چې زندان ته نفوذ وکړي خو د امنيتي ځواکونو لخوا يې مخنيوی وشو او سخته جګړه رامنځته شوه.
په ياد زندان کز ۵۰۰۰ تنه بنديان دي، چې لس سلنه يې هغه خلک دي، چې د ترهګريزو بريدونو په تور نيول شوي.
سيمه ييز رېپوټونه وايي، چې د لسو بمونو په واسطه د زندان بهرنی ديوال نړول شوی او يو شمېر بنديان په تېښته بريالي شوي، خو د پوليسو رېپوټونه بيا د بنديانو د تېښتې خبر ردوي.