
دوشنبی-۰۷/۰۵/۱۳۹۲
زابل-افغانستان/ نن سهار دزابل والی الحاج محمداشرف ناصری، دامنیه قوماندان مل پاسوال روغ لیونی، ددوهمی پلی لوا قوماندان برید جنرال محمداکرم سامح، دملی امنیت مرستیال حاجی عبدالغفارحقمل په داسی حال کی چی دولایتی شورا ریس اوغړی، دسولی شورا ریس اوغړی،قومی مشرانو علمای کرامو مخورواودزابل ولایت نفوذ لرونکیو شخصیتونویی ملتیا کوله دشاه جوی ولسوالی ته یی سفروکړ اودتیری ورځی دپوځي اوملکی قربانیانو دجنازوپه مراسمو کی یی برخه واخیسته.
لومړی والی دخپل ملګری پلاوی په ملتیا دکلاخیلو په هدیره کی دملکی شپږتنوشهیدو شویو ماشومانو اولویانوپه جنازه کی برخه واخیسته اوددوعایی اوفاتحی دلوستلو وروسته دشاه جوی په ۱۳ کیلومتری کی دچینو سیمی ته ولاړل چیرته چی زمونږ دسیمه ایزوپولیسو دمرستیال قوماندان مجاهد اودهغه ددوه تنو ملګرودجنازی مراسم ترسره کیدل،سیمی ته په رسیدو جنازه ترسره شوی ؤ بیا والی صاحب دقربانیانو دوستانو اودسیمی دخلکو یوی لوی غونډی ته وینا واوروله اوهغوی ته یی ددی اتلو سرتیرو دشهادت لکبله تسلیت ووایه،وروسته په همدی سیمه کی دشهیدانو دکورنیوسره دنقدی مرستی وروسته والی صاحب اوملګری پلاوی یی دکلاخیلو جومات ته راستانه شول چیرته چی دملکی وژل شویو خلکو په لسګونو خپلوانو یی لارڅارله،جوماته په رسیدو والی صاحب دشهید شویو ماشومانو دپلورونو سره په دی لوی ویرکی ځان شریک وباله اوژمنه یی وکړه چی هغه تحقیقاتی ټیم یی چی تیره شپه دی ولسوالی ته راستولی دهغوی دراپورتراوریدو وروسته به خپل تصمیم په ډاګه اوکه څوک پړه وبلل شی نو دقانون منګلوته به یی وسپاری،بیا په همدی سیمه کی دورغلو اوهمدارنګه دسیمی مشرانو اودقربانیانو دکورنیو مشرانو خبری وکړی اودوالی صاحب همدردی اودجنازی اوفاتحی په مراسمو کی یی دهغوی دګډون لکبله زیاته مننه وکړه،ورپسی والی صاحب دشاه جوی ولسوالی مقرته راستون شو اودخپلو امنیتی منسوبینو سره یی بیړنۍ امنیتی ناسته ترسره کړه اوتصمیم ونیول شو چی په دوه ورځو کی دپیښی ټول بهیردټاکل شوی تحقیقاتی ټیم لخوادعینی شاهدانو اومستندودلایلوپه رڼاکې ترسره اودولایت مقام ته یی وړاندی کړی چی څنګه داواقعه منځ ته راغله اوپه راتلونکی کی څنګه کولای شو ددارنګه خونړیوپیښو مخه ونیسو.
دیادونی وړده چی تیره ورځ ماښام ۶ بجی دواټ دغاړی دماین چادونی لکبله په شاه جوی ولسوالی ۶تنه ملکی هیوادوال شهیدان ۱۲ تنه ټپیان او دری سیمه ایزپولیس دهغوی دمرستیال قوماندان مجاهد په ګډون په شهادت رسیدلی ؤ انا لله واناالیه راجعون ط
اوپه پآی کی یادونه کوو چی نن دځينو خبری ایجنسیانواو ویبسایټونو لخواداسی خبرونه خپاره شوی ؤ چی دشاه جوی ولسوالی تروسله وال برید لاندی راغلی چی مونږ یی په کلکه ردوو مونږ یوازی دتیرې ورځی دشهیدانو په جنازو اوفاتحی کی برخه واخیسته اوکومه امنیتی ستونزه نه ده ترسترګو شوی .