په خوست کې دقاضيانو لپاره دهستوګنې جوړشوى بلاک ګټې اخيستنې ته وړاندې شو

 دزمري دمياشتې په ٧نېټه په خوست ښار کې داستناف محکمې دقاضيانو دهستوګنې لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو دفوځ دقانون دحاکميت دڅانګې په مالي تمويل سره نوى جوړ شوى بلاک دخوست والي عبدالجبارنعيمي لخوا دپټۍ په پرې کولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې دخوست والي ترڅنګ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى ،داستناف محکمې رئيس مولوى عبدالتواب ،دولايتي شورا رئيس سيدکريم خاکسار اوګڼ شمير نورو دولتي چارواکو ،ديني علماوو او مخورو مشرانو ګډون کړى وو.
مراسم دعلماوو شورا درئيس مولوى شاه محمد لخوا دپاک قران دمبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شول ،ورپسې داستناف محمکې رئيس مولوى عبدالتواب پرانيستونکې خبرې وکړې اودخپلو خبرو پرمهال يې دقاضيانو لپاره دولايتي ادارې په زيات تلاش او هڅو سره دهستوګنې دبلاک په جوړيدو باندې خوښي څرګنده کړه ،نوموړى وويل چې له دې وړاندې له زياتو ستونزو سره مخامخ وو ،خو په دې وروستيو کې ورته توجه زياته اوس مهال دټول افغانستان په کچه خوست يواځنى ولايت دى چې هم داستناف محکمې لپاره مجهزه اداري وداني اوهم دقاضيانو داوسيدو لپاره ورته ښکلې ودانۍ جوړه شوه.
داستناف محکمې رئيس وويل په مسووليت سره به کار کوي ترڅو په دغه ولايت کې عدالت تامين کړي نوموړي دخوست ولايتي ادارې دمشرتابه څخه مننه وکړه چې داداري فساد پرضد مبارزې ترڅنګ دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې دعدلي اوقضايي ارګانونواکمال اوتجهيز ته ځانګړې توجه لري.
دديني علماوو په استازيتوب دمجاهدينو دشورا مشر مولوى سردار محمد ځدران خبرې وکړې ،نوموړي په خوست کې دبيارغونې لپاره ترسره شوې کړنې وستايلې ،له مرکزي ادارو يې وغوښتل چې دخوست ولايت بنسټيز پرمختګ ته اساسي توجه وکړي ځکه اوس مهال په خوست ولايت کې يوه سالمه اداره او رهبري شتون لري او دهرډول اساسي پرمختګونو لپاره زمينه مساعده شوې ده .


خوست والي عبدالجبارنعيمي مراسمو ته دخپلې وينا پرمهال دقاضيانو لپاره دهستوګنې دجوړ شوي بلاک مبارکي دقضايي ارګانونو کارکوونکو او دخوست ولسونو ته وړاندې کړه ،خوست والي وويل قضايي ارګانونه دعدالت دتامين او دقانون دحاکميت په برخو کې اساسي مسووليتونه لري هرڅومره چې ديادو ارګانونو لپاره دکار مناسب چاپيريال موجود وي په هماغه اندازې يې چارې ګړندۍ او منظمې وي.
خوست والي داهم وويل چې ولايتي ادارې په دې وروستيو دريو کالونو کې دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې دعدلي اوقضايي ارګانونو داکمال ،تجهيز او ظرفيت لوړونې لپاره اساسي کړنې ترسره کړې او لاهم دوام لري ،نوموړى زيرى ورکړ چې په څو راتلونکو اونيو کې به دخوست ولايت په ټولو عدلي اوقضايي ارګانونو کې دقضياوو دمديريت پروژه پلې او دچارو دتنظيم او سمون په موخه به نوموړي ټول ارګانونه په پرمختللو وسايلو باندې سمبال شي.
همداشان نعيمي ددې يادونه هم وکړه چې ګام په ګام دخوست دپرمختګ ،بيارغونې ،امنيت اوپه دغه ولايت کې دقانون دحاکميت لپاره داساسي پلانونو دتطبيق پربنسټ کارکوي ،خوست والي دعدلي اوقضايي ارګانونو مسوولينوته لارښوونه وکړه چې په مرکز او ولسواليو کې خپلې چارې ګړندۍ کړي دبې عدالتيو او ټولو هغه کړنو په وړاندې قانوني اقدامات ترسره کړي چې دولس او دولت ترمنځ دواټن دپيداکيدو لامل ګرځيدلې دي.
خوست والي دقاضيانو دهستوګنې لپاره جوړ شوې بلاک يوه ښه لاسته راوړنه وبلله اوپه دې تړاو يې وويل چې دغه بلاک په دوه منزلونو کې دشل ميليونه ،دوه سوه نهه اويازره ،دوه سوه ،يو نوي افغانيو په ارزښت جوړ شوى ټولې ٢٠خونې لري ددې ترڅنګ نورې الحاقيه خونې هم لري اوپه ټولو مجهزو وسايلو او امکاناتو باندې سمبال دى ،نوموړي دامريکا دمتحده ايالاتو له حکومت مننه وکړه چې دخوست په بيارغونه کې يې اساسي مرستې کړې دي.
دمراسمو په وروستيو کې دهستوګنې جوړه شوى بلاک دخوست والي ،داستناف محکمې درئيس ،امنيه قوماندان او ورسره نورو مسوولينو لخوا دپټۍ په پرې کولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
واکمن