
دغه ټکى د هېواد ولسمشر حامد کرزي دشمالي وزيرستان د هغه بې ځايه شويو خلکو له مشرانو سره په خپله ليدنه کې څرګند کړ، چې له خوست ولايت ته راغلي دي. دغه ليدنه په ارګ کې ترسره شوه؛ دخوست ولايت والي عبدالجبارنعيمي،دافغانستان دعلماوو دسراسري شورا مشر، دسرحدونو او قبايلو چارو وزير ډاکټر محمد اکرم خپلواک او يو شمير نورو دولتي چارواکو هم په دغه ليدنه کې حاضر وو.
په دغه کتنه کې د هېواد جمهوررئیس د شمالي وزیرستان د بې ځایه شویو ولسونو مشرانو ته، چې له کورنیو سره د خوست ولایت ته را غلي دي وویل: تاسو پخپل کورکې یاست او د خاوند په توګه به دلته ژوند کوی.
جمهوررئیس کرزي دوی ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت به ستاسو د بچیانو د تعلیم او روغتیا او د هغو نورو اړتیاوو او آسانتیاوو د رامنځته کولو په لاره کې چې تاسو ورته ضرورت لرئ، لازم اقدامات وکړي.
جمهوررئیس په سیمه کې روانو حالاتو ته د اشارې په ترڅ کې هیله وکړه، چې په افغانستان او پاکستان کې سوله او امن ټینګښت ومومي او د دې سیمې خلک سوکاله او آرام ژوند ولري او پر خپلو کورونو بسیا شي.
خوست والي عبدالجبارنعيمي هم بې ځايه شويو کورنيو ته د رسيدلو مرستو،په دې برخه کې دخوست ولايتي ادارې دکړنو او دخوست د ولسونو د هراړخيزه همکارۍ په تړاو جمهور رئيس ته معلومات وړاندې کړل،نوموړي وويل دغه په زرګونو بې ځايه شوې کورنۍ اوږد مهاله بشري مرستو ته اړتيا لري،خوست والي دشمالي وزيرستان دبې ځايه شويو کورنيو سره د هېواد دجمهور رئيس دهمدردۍ څخه مننه وکړه،د اړونده ادارو داکمال،تشکيلاتو دزياتوالي،معارف او صحت په برخو کې يې ځانګړې غوښتنې وکړې.
د شمالي وزیرستان د بې ځایه شویو کورنیو څو تنو مشرانو د نورو په استازیتوب د جمهوررئیس حامدکرزي له پاملرنې او د خوست د خلکو د همکاریو له امله چې خپل کورونه یې د دوی په واک کې ورکړي دي، مننه او قدرداني وکړه او دخپلو خبرو پرمهال يې خپلې غوښتنې او ستونزې له جمهور رئيس سره شريکې کړلې.
دهېواد جمهور رئيس د دوى غوښتنو او ستونزو ته د رسيدګۍ په برخه کې د هراړخيزه همکارۍ ډاډ څرګند کړ،دغه ليدنه په سيمه کې د امن،سولې او ثبات د منځ ته راتګ لپاره په دعا سره پاى ته ورسيده.