د خوست مشرانو له راتلونکي حکومت اساسي غوښتنې وکړې

افغانستان-خوست
نېټه:٤-٦-١٣٩٣
دخوست ولايت  په لسګونو مشرانو او ديني علماوو دخوست رغونې په يو ورځني  کنفرانس کې چې دخوست ولايت مقام په نوښت  د نورو اساسي پروژې دپلي کيدو او دپروژو په وړاندې د پرتو خنډونو دلرې کولو په خاطر جوړ شوى و ، د راتلونکې حکومت څخه اساسي غوښتنې وکړې.
د ولسونو په استازيتوب د ولايتي شورا رئيس سيدکريم خاکسار ،دمشرانو په استازيتوب حاجي رسول محمد تڼي ،حاجي رحمت ګل ،داود منګل ،جان مير ځاځي ،عبدالولي واحدزي ،بې بې حکمينې ،دپوهنتون داستادانو په استازيتوب استاد ګل سليم شرافت، استاد بادشاه زار ابدالي  او ګڼ شمير نورو په خپل وار سره دخوست دخلکو د اړتياوو او غوښتنو په تړاو خبرې وکړې ،په تيرو څلورنيمو کلنو کې يې دخوست د ادارې کړنې او لاسته راوړنې دستاينې وړ وبللې ،
دوى ټولو دخپلو خبرو پرمهال وويل چې اوسنۍ ولايتي ادارې ددغه ولايت ټولې اساسي غوښتنې او وړانديزونه هر وخت مرکزي وزارتونو او ادارو ته رسولي او تعقيب کړي دي او هميشه يې دولايت داساسي غوښتنو په برخه کې ددغه ولايت له ولس سره مشورې کړې ده ، ويناوالو پريوشمير وزارتونو باندې په دې خاطر سختې نيوکې وکړې چې له ډيرو شويو وړانديزونو او پرلپسې غوښتنو سره سره يې دغه ولايت ته اساسي توجه ونه کړه او لاهم په يو شمير برخو کې اساسي غوښتنو ته رسيدګي نه ده شوې.
دکنفرانس برخوالو دخپلو خبرو پرمهال خوست ولايت ته دافغانستان دجمهور رئيس حامد کرزي ځانګړې توجه وستايله مګر د يوشمير وزارتونو دعدم توجه او همکارۍ له امله خپله ناخوښي څرګنده کړه.
دوى له راتلونکي حکومت وغوښتل چې دخوست ګرديز سرک دکارونو دتکميل ،په نړيوالو معيارونو سره دخوست دنړيوال هوايي ډګر جوړيدو ،دغه ولايت ته د وارداتي برېښنا د انتقال ،په خپل وخت ولايت ته دانکشافي بودجې ليږد،د ادارو دتشکيلاتو لوړيدو ،د ملکي او امنيتي ادارو اکمال او تجهيز،ښوونځيو ،روغتيايي کلينکونو ،سرکونو ، پلونو او ذخيروي بندونو جوړيدو ،دغلام خان لارې درسمي ترانزيټ کيدو او نورو اساسي پروژو پلي کيدو ته اساسي توجه وکړي ،دوى وويل چې ولايتي ادارې دغه ټولې غوښتنې هر وزارت او مقام ته سپارلي يواځې راتلونکې حکومت لپاره په کار ده چې ورته لومړيتوب ورکړي.
خوست والي عبدالجبارنعيمي چې په دغه کنفرانس کې يې حضور درلود د اساسي پروژو په پلي کيدو کې د ولسي همکارۍ ترڅنګ دمرکزي وزارتونو او مرستندويه ټولنو دځانګړې مرستې غوښتنه وکړه ،نوموړي وويل چې دخوست ادارې په وروستيو څلورنيمو کالونو کې دپنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې ډيرې اساسي کړنې ترسره کړې او ښې لاسته راوړنې لرې.
خوست والي وويل چې ددغه ولايت دبنسټيز پرمختګ ټولې اساسي غوښتنې يې هر وخت تر هرې مرکزي ادارې پورې رسولې او تعقيب کړې چې يوشمير غوښتنو ته په خپل وخت مثبت ځواب ويلى شوى مګر په ځينو برخو کې هيڅ توجه نه ده شوې ، نوموړي په مرکز کې دخوست دپروژو دقراردادونو عقد،دځينو وزارتونو عدم همکاري ،داستخدام په پروسه کې دځينو کړيو مداخله ،دپروژو د پلي کيدو په وړاندې دغاصبينو مقاومت او دولايتونو دستونزو په هواري کې دوزارتونو ترمنځ عدم هماهنګي هغه ننګونې يادې کړې چې دمحلي ادارې لپاره يې ګڼ شمير ستونزې پيدا کړې دي.
همداشان نوموړي دخوست مشرانو ته دخپلې خبرو پرمهال وويل چې دخوست دخلکو غوښتنې به تر هغې پورې تعقيب کړي ترڅو ورته رسيدګي ونه شي. ددې يادونې يې هم وکړه چې اساسي وړانديزونه يې دټولو وزارتونو په ميزونو پراته دي ،راتلونکي حکومت ته په کار ده چې په کاري لومړيتوبونو کې يې شامل کړي ترڅو په دغه سرحدي ولايت کې داساسي کارونو په کولو سره امنيتي حالت نور هم ډاډمن ،سرحد ټينګ او دخلکو ګڼ شمير ستونزې هوارې شي.
د يادونې وړ ده چې په پلازمينې کابل کې دخوست دانکشافي کنفرانس دجوړيدو ترڅنګ دا بل مهم کنفرانس و چې  دخوست دانکشاف اوپرمختګ په موخه جوړ شوى وو.
واکمن