
نن ورځ د هېواد ولسمشر جلالتماب ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د خوست ولايت له مسوولينو او ولسي مشرانو سره د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې ، دخوست له بنيادي غوښتنو يې ځان خبر او دخوست غوښتنو ته د رسيدګۍ په خاطر يې دعمل کولو ډاډ ورکړ .
په دغه ويډيويي کنفرانس کې د خوست ولايتي ادارې رهبري ، ولايتي شورا وکيلانو، دامنيتي ارګانونو مسوولينو د مرکز او ولسواليو په لسګونو ديني علماو ،قومي مشرانو ، دپوهنتون استادانو ، دمدني ټولنو فعالينو ، دميرمنو استازو او خبريالانو برخه اخيستې وه چې ولسمشر ور سره په نيغه توګه له ارګ څخه خبرې وکړې.
دکنفرانس په پيل کې د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي د کنفرانس دټولو برخوالو په استازيتوب ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي ته دهېواد د ولسمشرپه حيث د ټاکل کيدو له امله مبارکي وړاندې کړه او دخوست ولايت د امنيت ،حکومتوالۍ او انکشاف په اړه يې هراړخيزه معلومات وړاندې ورکړل او دهر سکتور پرمختګ او ستونزې يې په مستنده توګه له ولسمشر سره سريکې کړلې.
دخوست ولايت سرپرست والي په دې خوښي څرګنده کړه چې دهېواد ولسمشر جلالتماب ډاکټر اشرف غني احمدزي د خوست ولايت دستونزو هوارۍ او ولسي غوښتنو ته رسيدګي يې په خپل کاري اساسي لومړيتوب کې شامله کړه او دهېواد په کچه يې په لومړي ځل دخوست له مسوولينو او ولسي مشرانو سره ويډيويي کنفرانس تنظيم کړ.
دخوست ولايت په کچه وارداتي برېښنا ، د ذخيروي بندونو جوړول ،لويو پُلونو جوړول ،د ملکيتونو دستونزو هوارى ،غلام خان لارې ترانزيټ ،ځينو ولسواليو ته د سرکونو جوړول ، امنيتي ارګانونو تشکيلاتي ،تاسيساتي او تجهيزاتي ستونزو حل ، په ادارو کې متخصيص کدرونو په دنده ګمارل ، په خپل وخت ولايت ته د انکشافي بودجې ليږد ،دهوايي ډګر د پروژې په قرارداد باندې له سره کتنه ، دبې نمبرپليټه موټرونو ثبت ، کډوالو سره بشري مرستې، او شيخ زايد پوهنتون ته ځانګړې توجه هغه اساسي موضوعات وو چې ولسمشرته وړاندې شول.
وروسته دهېواد ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني احمدزي د خپلو خبرو پرمهال دهغه اعتماد څخه چې دخوست ولسونو په لومړي او دوهم پړاو کې پر نوموړي وکړ د زړه له کومې مننه وکړه د خوست ولسونو ته يې په خطاب کې داسې وويل تاسې خپل مسووليت اداء کړ اوس هغه وخت دى چې زه بايد دخپل ولس واقعي خدمت وکړم او هرې هغه هيلې او غوښتنې ته مثبت ځواب ووايم چې ټول هېوادوال او په ځانګړې توګه دخوست خلک يې لري ، ولسمشر دا هم وويل چې د خوست د ادارې له لورې ددغه ولايت دخلکو ټولې اساسي غوښتنې له وړاندې ورته رسيدلي.
ولسمشر وويل چې دخوست دخلکو بنيادي غوښتنو ته د رسيدګۍ په خاطر به عملي کار وکړي او دنوموړي ولايت موقعيت ته په کتو سره به شته ستونزې د مهال ويش سره سم هوارې کړې ، په دغه کنفرانس کې دترانسپورت او هوايي چلن وزارت اداري او مالي معين غلام علي راسخ ، دفوايد عامې وزارت وزير انجنير نجيب الله اوژن ،د ماليې وزارت دګمرکاتو معين نجيب الله وردګ ،دملي دفاع وزارت دملکيتونو رئيس تورن جنرال عبدالمنان اميري ،لوړو زده کړو وزارت معين محمد عثمان بابري او برېښنا شرکت رئيس عبدالرزاق صمدي د ولسمشر په حضور کې دخوست ولسونو ته د خوست دهوايي ډګر د پروژې ،سرکونو او لويو پُلونو دجوړيدو ،غلام خان لارې ترانزيټ ،دملي دفاع او کرنې وزارتونو څخه ښاروالۍ ته د ملکيتونو د انتقال او خوست ته د وارداتي برېښنا د انتقال په تړاو هم معلومات وړاندې شول.
د هېواد ولسمشر د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت ته جدي دنده وسپارله چې د يومياشتې په ترڅ کې د خوست د نړيوال هوايي ډګر قرارداد په بشپړه توګه برسي او په ياده پروژه کې دې دهر ډول فساد مخه ونيول شي.
خوست ته د وارداتي برېښنا د انتقال په تړاو خوست ميشتو ته وويل شول چې د ١٨مياشتو په ترڅ کې به دغه ولايت ته وارداتي برېښنا د انتقال دپروژې تطبيق پيل شي او په موجوده وخت کې به دخوست ازادۍ مينې ،پوهنتون،اداري کمپليکس او اړونده نورو ساحاتو ته دبرېښنا شبکه پراخه چې شي کوم چې ټول سامان الات يې تکميل او خوست ته رسيدلي دي.
ولسمشر په خوست کې د ملکيتونو ستونزه جدي ياده کړه ويې وويل چې د موضوع اسناد به په هراړخيزه توګه برسي او هغه ګام به اوچت کړي کوم چې دخوست دخلکو غوښتنه ده.
ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي خوست ته په خپل وخت دانکشافي بودجې په تړاو وويل چې د دوه مياشتو په ترڅ کې به دغه ستونزې ته بنسټيزه حل لاره پيدا کړي ، په ولسواليو کې يې دعدلي اوقضايي ادارو فعاليت ډير مهم ياد کړ په دې تړاو وويل چې په څو اونيو کې به په يادو ارګانونو کې مثبت بدلون رامنځته کړي.
ولسمشر خوست والي ته لارښوونه وکړه چې دځمکو دغاصبينو ليست ترتيب او عالي مقام ته يې واستوي ترڅو دقانون دحاکميت په خاطر ټولو عدلي اوقضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د امنيتي ارګانونو داکمال او دبې نمبر پليټه موټرونو دثبت په تړاو يې وويل چې د ځانګړې ميکانيزم له لارې به دغه ستونزې هوارې کړي.
خوست ولايت ته دشمالي وزيرستان څخه راغليو کډوالو سره يې د اړينو بشري مرستو کولو په تړاو وويل چې راغليو کډوالو ته يې د بشري مرستو دجلب په موخه ډاکټر فاروق وردګ ته دنده سپارلې چې مرستې هماهنګې او خوست ته يې ورسوي ،له خوستوالو يې مننه وکړه چې راغلي کډوال يې په همدردۍ او بشر دوستۍ سره په خپله غيږ کې ونيول .
د هېواد ولسمشر په دغه ويډيويي کنفرانس کې د شيخ زايد پوهنتون د شيخ زايد پوهنتون علمي وده ډيره مهمه وبلله او په دې برخه کې يې په ملي کچه د پوهنتونونو دعلمي ودې او لوړتيا لپاره د يوې ځانګړې برنامې خبر ورکړ.
په دغه ويډيويي کنفرانس کې په نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشي ، دخوست ولسونو خوښي څرګنده کړه چې ولسمشر په لومړي ځل له دوى سره خبرې وکړې او خوست يې په خپل کاري لومړيتوب کې شامل کړ.
په پاى کې خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د خوست د ادارې او ولسونو په استازيتوب په هېواد کې د ولسمشر لخوا دپيل شويو مثبتو بدلونونو ملاتړ وکړ او په دې لاره کې يې هر اړخيزه همکاري په ډاګه کړه.