
د کويټې په ښار کې د افغان کونسلګرۍ يو تن کارکوونکی، ورک شوی دی. د پوليسو يو تن چارواکي سردار شاه وايي، چې دغه افغان ديپلومات محمد هاشم نوميده او د کونسلګرۍ د پاسپورټونو په څانګه کې يې دنده درلوده. د سردارشاه په وينا، محمد هاشم د جولای مياشتې له ۲۵ مې نېټې راهيسې تری تم شوی.
د پوليسو لخوا د نوموړي ديپلومات د موندلو لپاره هڅې او پلټنې پیل شوي.