د ليبيا په بنغازي کې ۳ چاودنې شوي

د رويټرز خبري اژانس د رېپوټ له مخې، تيره شپه د ليبيا په بنغازي ښار کې ۳ چاودنې شوي. رېپوټ زياتوي، چې دغه چاودنې زياتره د قضايي ادارو پر وړاندې تر سره شوي.
له بنغازي نه يوه تن اوسيدونکي د تیلفون په کرښه ويلي، چې يوه چاودنه د ښار په شمال کې له محکمې سره شوې. د ده په وينا چاودنه ځواکمنه او ويرونکې وه او له سيمې نه لوګی پورته کيدو.
د دوه نورو چاودنو ځايونه، د عدلیې وزارت او د ښار په سويل کې يوه بله محکمه ښودل شوې، خو د پېښو په هکله لا تر اوسه زيات مالومات نشته.