د تورې بوړې غر  عمر بن لادن، د اسامه بن لادن څلورم ځوی  (۳ برخه)

 
شپاړسم څپرکی:
د تورې بوړې غر
عمر بن لادن، د اسامه بن لادن څلورم ځوی
درېيمه برخه دا د اسامه بن لادن په اړه د هغه د کډې نجوا، ځوی عمر او د یوې بهرنۍ لیکوالې جین ساسن ګډ کتاب دی چې په انګریزۍ کې یې Growing Up Bin Laden نوم پرې ایښی دی. ما، سمیع الله ایلم، دغه کتاب پښتو ته ژباړلی دی او له تاسو سره یې هغه برخه چې اسامه بن لادن په کې افغانستان ته راځي د روهي ویبپاڼې له لارې شریکوم. هیله ده چې څوک یې د کاپي، بیا خپراوي، ثبت او ظبط هڅه ونکړي.
په درناوي!
   
څو اونۍ مې چې په دې ډول ورسره تیرې کړلې نو بیا به مې غوږونه کڼول او هڅه به مې کوله چې خبرې يې وانه ورم خو اوس پرې خپه یم چې ولې مې بې توجهي کوله. اوس وایم چې کاش هغه فیتې (پیتې) را سره وای چې خبرې مې اوریدلی وای چې ده څه ویل او ولې د نورو ملکونو په خلکو او حکومتونو په غوسه و.
ما په دغو دریو او څلورو میاشتو کې چې له پلار سره مې وم، د هغه د ژوند په اړه ډیر څه زده کړل. دومره څه مې زده کړل چې ما پخپل ټول ژوند کې له هغه نه وو زده کړي. په افغانستان کې ډیرې داسې شیبې زما او پلار ترمنځ تیرې شولې چې ده به ماته د خپل پخواني ژوند کیسې کولې او خپلې خاطرې او د ژوند خوږې ترخې به یې را سره شریکولې.  
دده دغه خاطرې به ځینې وخت دده له ماشومتوب سره تړلې وې؛ ځینې نوره به یې په سوریې کې د مور کورنۍ کره د تګ و راتګ وې؛ ځینې نوره به یې هغه وې چې دی هغه مهال په نړۍ په غوسه نه و.
ده به پخپل مهربانه غږ سره راته غږ کړ: "عمره راشه چې زه درته په سوريې کې د رخصتیو ځینې کیسې وکړم. زه به په سوریې کې ستا له ماما ناجي سره په اوږدو مزلونو تللم. په لاره کې به مو هیڅ ځای نه پریښود چې مونږ به نه لیده او یا به مو په اړه تجسس نه کاوه. هغه مهال په په سوریې کې ونې تازه او نوې را لویې شوې وې او مونږ به لومړني هغه وو چې دغو ونو ته به ختلو او یا به مو یې له سیوریو څخه خوند پورته کاوه.یوه ورځ مونږ د ونو په یوې ګڼې ګونې کې روان وو چې ناڅاپه مو د مار څښیدنه تر غوږ شوله. دغه مار مخامخ مونږ ته را روان و خو ما یې د وژلو نیت نه درلوده ځکه چې ما غوښتل پوی شم چې مار څه کوي. مار چې مونږ ولیدلو نو هغه هم ودریده او مونږ ته یې را لیدل. هغه هم لکه چې زمونږ په څير فکر درلوده. بیا نو مار خپله خوا ونیوله خو ستا ماما غوښتل چې د مار رنګ او په پوستکي يې نښې ښې له نږدې وګوري نو ورپسې شو. کله چې مار پوی شو چې مونږ ورپسې یو نو جبهه ګیري یې پیل کړله. ځان یې حلقه کړ، په پيشیدا یې پیل وکړ او حملې ته تیار شو! ناجي ویل چې دغه دی مار غواړي له مونږ سره مستي وکړي نو نوره هم احمق ورنږدې شو هماغه و چې مار حمله وکړله او ناجي یې په منډو کړ." پلار مې دلته چوپ شو او یو څه مسک شو! بیا یې په خبرو پیل وکړ: "ناجي په منډه کې دومره تیز و چې له ما هم تیر شو! کله چې ما شا ته ولیدل نو د مار سترګې په ما خښې شولې. ما هم په منډو پیل وکړ او دواړه په بیلابیلو لارو سر شولو څو له تیز ځغلیدونکي مار ځانونه بچ کړای شو!" زما جدي پلار یو ځلې بیا چوپ شو او بیا یې په خبرو پیل کړ: "عمره ما ته تل زیانونه د نورو د بې پامۍ له وجې را رسیدلی دي!" ده به د خپلې مور په اړه هم ځینې خاطرې له ځان سره درلودلې. ده له خپلې مور سره له حده زیاته مینه درلودله. زما یادیږي چې کله مونږ په ښو و بدو پوی شولو نو پلار به مو لیده چې زمونږ له نیا عالیې سره به یې څنګه د درناوي وړ چلند درلوده. زمونږ په کورنۍ کې ټول په دې پوهیدل چې اسامه له خپلې مور سره له خپلو ښځو، خپلو ماشومانو او خپلو ورونو ډیره مینه لري. هر څه به چې هغې غوښتل، ده به ورته راوړل. کله به چې کور و نو هره ورځ به د مور لیدلو ته ورته. کله به چې چا دده د مور نوم اخیسته نو په ده به یو ډول د خوښۍ احساس کاوه.
په افغانستان کې ده ماته یو څو داسې کیسې هم وکړلې چې مخکې مې هیڅ نه وې اوریدلې: "عمره، ته باید د خپلې نیا په اړه په یو څه پوی شې. یو ځلې زه،  ستا ناسکه نیکه محمد عطاس او ستا نیا په سوریې کې په رخصتۍ تیرولو وو.عطاس نیکه دې ګاډي کې کینولو څو لږ چکر ووهو او یو څه ساعت مو تیر شي. نیکه دې په دې پوی نه و چې ورو چلولو یې د مني بس چلوونکی په غوسه کړیدی.چلوونکي پخپل اکسلیټر پښه ټینګه کړله او له مونږ مخکې شو او لاره یې را بنده کړله او له ګاډي په داسې ډول سره را کوز شو چې مخ یې سور اوختی و. مخکې له دې چې نیکه دې یو څه ووایي هغه پرې حمله وکړله. دا چې نیکه دې خورا مهربان سړی و او په عمر کې یې په چا لاس نه و پورته کړی، د خپل ګاډي دروازه یې وتړله او د بس چلوونکی د باندې پاتې شو خو نیا دې په هغې تیزۍ چې نیکه دې ګاډي ته راختلی و، دا له ګاډي کوزه شوله. ما او نیکه دې ونشوای کولای چې نیا دې ونیولی شو. په ګستاخ چلوونکي یې حمله وکړله اوسړی یې څو څاپیړې په مخ وواهه. د چلوونکي د بس نمبر یې له ځان سره واخیسته او زما ناسکه ورور ته چې د سوریې له واکمنې اسد کورنۍ چې د بعث ګوند مشري یې هم په غاړه درلودله یې خبره ورسوله. پایله دا شوه چې چلوونکی د څو ساعتونو په جریان کې ونیول شو."
ده له ځان سره وخندل او خپل سر یې وخوځواه: "نیا دې ډیره غښتلې او ځيلي ښځه وه!"
ما دده د پلار په اړه د پلار د خولې کیسې ډیرې خوښیدلې. محمد بن لادن هغه مهال چې پلار مې لا ماشوم و، وژل شوی و. پلار مې د نیکه مرګ ځپلی و خو هیڅکله یې ما له خولې دا نه دي اوریدلي چې هغه دې خپل پلار "زما پلار" یاد کړي. تل به یې ویل "ستا نیکه!" خو زه نه پوهیدلم چې ولې؟ که دغه خبره مو ورسره د بحث لاندې نیوله، نو سړی خپه کیده.
زما د پلار او د هغه د والدینو په اړه ما ډیرې غلطې کیسې اوریدلې دي لکه وایي: څنګه چې اسامه بن لادن وزیږیده، نو نیکه مو زمونږ نیا طلاق کړله. دا خبره سوچه درواغ ده. زما نیا له نیکه طلاق غوښتی و خو هغه نه و منلی او تر هغه یې صبر کړی و چې زما له پلار څخه یې بل ماشوم هم دده په نصیب شوی و. نیا مې چې کله پوی شوې وه چې بل ماشوم یې په نس دی نو د خوښۍ او خپګان کوم احساس ورسره نه و خو یوه خبره چې باید تاسو ته یې وکړم هغه دا چې سعودي عربستان کې ښځو هغه مهال ډیرې هغه ډول اسانتیاوې نه درلودلې چې بیا وروسته د ښځو په نصیب شولې.که څه هم نیا مې له یوه شتمن سړي سره واده کړی و خو هغې بیا هم تل د کور کارونه لکه مینځل، صفایي کول ترسره کول.
دې په وروستیو کې یو نښتیځونکی ماشین له بازار څخه اخیستی و. لکه ماشین ښه نه تړل شوی. کله چې دې کالي مینځل نو نښتیځونکې برخې ددې غاړه او خیټه وهلي وو او دا یې په غولي غورځولي وه. هماغه وو چې متوقع زیږیدونکی ماشوم نقصان شو او زما پلار له بلې سکه خور او ورور څخه بې نصیبه شو!
دغه ضایع ددې سبب شوله چې په نیا کې مې یو بدلون رامنځته شي. دې له نیکه طلاق وغوښته او هغه چې هم احساس کړله چې ښځه ترې خپه ده نو طلاق ته یې غاړه کیښودله. دا چې هغه مهال طلاقې شوې ښځې نشوای کولای چې ځان ته ژوند دې ولري او یا دې ګوښې اووسیږي نو نیا مو له محمد عطاس سره چې یو هوښیار او مهربان کس و، واده وکړ.
محمد عطاس له خپلو ناسکه زامنو سره داسې برخورد کاوه لکه څنګه یې چې له خپلو سکه زامنو سره درلوده.
یوه بله اوزاه چې زما تر غوږ شوې هغه دا چې وایي: کله مې چې نیا د نیکه له کوره تلله نو اسامه یعنې زما پلار یې له ځان سره نه و اخیستی. داسې هم ویل کیږي چې زما پلار له خپلې مور سره هیڅ نه لیدل. خو زه به دا ووایم چې زما پلار د خپلې مور یوازینی اولاد و چې له طلاق څخه د مخه یې درلوده. کله چې نوموړې د بن لادن له لویې کورنۍ څخه بیله شوله نو خپل ځوی یې په غیږ کې و. بې له یو څو سفرونو چې زما پلار د خپل سکه پلار کره درلودل، نور نو هغه هیڅکله خپله مور ګوښې نه ده پریښودلې.
که څه هم محمد عطاس د بن لادن په کاروبار کې دنده ترسره کوله خو شخصي ژوند یې له رسمي هغه څخه بیل و.له طلاق څخه وروسته، نیا مې هیڅکله هڅه نه وه کړې چې د بن لادن کورنۍ حلقې ته ځان بیا ورګډ کړي. پلار مې هم تر هغه پورې دا کار نه و کړی تر هغې چې ځوان شوی نه و.
یوه ورځ یې را ته وویل: "عمره زه ستا د نیکه په اړه له ځان سره ځينې کیسې لرم چې غواړم له تا سره یې شریکې کړم، کیدای شي خوند درکړي." ده دا خبره هغه وخت وکړله چې کله په غولي باندې په پلتۍ سره کیناسته او خپله د چای پیاله یې په لاس کې نیولې وه.
زه هم په شوق سره ورسره کیناستلم او کیسې ته یې غوږ شولم.
"عمره ستا نیکه نابغه و. ده سعودي له شګو څخه په یوې ابادۍ بدل کړ. هغه مهال چې ستا پلار کار کاوه نو د شاهي کورنۍ مشر ځوی سعود له تیلو څخه ترلاسه شوې پیسې خوشې هسې لګولې بې له دې چې کومه ګټه ترې پورته کړي. دا چې نیکه دی لومړي پاچا عبدالعزیز ته خورا نږدې او پرې ګران و نو هیڅکله یې دا جرأت نه کاوه چې د هغه د ځوی خلاف خوله چوله کړي."
پلار مې یو څه چوپ شو، چیرې لرې یې لیدل او په یو څه سوچ کې شو او بیا یې خبره داسې پیل کړله:  "عمره، ستا نیکه ډیر شوم سړی و او کیدای شي دلیل یې هم د زمان جبر وي! ده په هر څه کې خپل اصول درلودل. له خپلو ماشومانو سره هم نرم نه و. ده به چې کله خپل زامن له ځان سره د ملاقات لپاره راغوښتل نو ټول به یې په مخکې ولاړ دریدل. د دریدلو اصول داسې وو چې مونږ به د قد په حساب له یو بل سره اوږه په اوږه په ترتیب سره دریدلو نه د سن په لحاظ! بس له لوړه به پیل شولو تر ټيټه به ورسیدلو! یو بل ته به مو سره ډیر نه لیدل؛ ټوله هڅه به مو دا وه چې په غلط ځای کې له غلط ورور سره چې قد یې یا له مونږ لوړ وي او یا ټيټ وي ونه دریږو. ځکه ستا نیکه ته د غلط کس مالومول سخت کار نه و. تر هغې چې زه ځوان شوی نه وم، نو زه له خپلو ورونو ټيټ وم خو کله چې ځوان شولم، نو ټول مې تر شا پریښودل. په دغه ورځ چې مونږ یې خپل ځان ته ور غوښتي وو نو زه د دوو لوړو ورونو په منځ کې را ګیر شولم. زه ددې پر ځای چې ځان وباسم، له شرمه غلی ودریدلم او یو په بل پسې مې دعاوې کولې چې ځه فکر به یې نه کیږي. خو ډیر وخت نه و وتلی چې سړي مجرم په نښه کړ او نیغ په مخکې راته ودریده. داسې یوه څپړه (څپیړه) یې راکړله چې مخ یې سور را واړوه او شا ته وغورځيدلم. زما دغه درد هیڅکله نه هیریږي.
"بیا مې هیڅکله دغه اصل مات نکړ. تل به مې هڅه کوله چې خپل سیي ځای ومومم. که نیکه دې له خپلو ماشومانو سره ډیر زیات شوم و خو له بهرنیو سره ډیر سخي و. زما یادیږي چې یو ځلې یې یو پراشوټي بیک له پیسو ډک کړ او له ځان سره یې د هغه کلي په لوري له ځان سره ویوړ چې په غربت کې یې نوم درلوده. د هر کور دروازه یې وټکوله او په غریبانو یې پیسې وویشلې! په سعودي عربستان کې دا کار یوازې پادشاه پخپله کاوه خو هغو کسانو چې ستا نیکه پيژانده ویل چې ستا نیکه او پادشاه عبدالعزیز په خپلو سوچونو او خویونو کې یو ډول وو.
" زما یادیږي چې مور مې یو ځلې ستا له نیکه څخه د خپګان اصلي دلیل را ته روښانه کړ هغه داسې چې، د نیکه زیاتره خدمتګاران یې ځوان سړي او یا هم هلکان وو. ده به خپلو ښځو ته وویل چې ددغو کسانو په مخ کې په کتار کې ودریږي او له مخونو خپل پړوني اوچت کړي. بیا به یې هغوی ته ویل چې دده تر ټولو ښکلې ښځه په نښه کړي. هغوی به سخت ویریدل چې هسې نه ځواب يې مالک خپه کړي او یا هم هغه ښځې په غوسه کړي چې کور دننه یې یو څه واک و او خبره یې چلیدله. په ورته وخت کې ښځو هم نه غوښتل چې دا ډول یو چلند ورسره وشي ځکه هغه مهال ښځو ډیره هڅه کوله چې په پردې کې و اوسي او د کچنیو په څير چلند ورسره ونشي. خو ستا نیکه په کور کې پادشاه و او چا یې خبره نشوای ماتولی. نیکه دې د خپل ژوند په وروستیو کې دا خبره بار، بار کړې وه چې د ښځو سره د نه انصاف له کبله پښیمانه دی. دی د خپل دې چلند له کبله د زړه له کومې پښیمانه و او هیله یې درلودله چې خدای (ج) به یې وبخښي."
پلار مې تر یو څو شیبې چوپ شو او په ذهن کې یې د پرون خبرې را تکرارولې.
"عمره، زه ستا له پلار سره یوازې یو ځل په ګوښي ځان مخ شوی وم چې په خونې کې زه او دی وو مخکې له دې چې ووژل شي.
"کله چې زه نهه کلن وم، نو په سر کې مې له ګاډي درلودلو سره مینه پیدا شوله. ما له پخوا له ګاډو سره مینه درلودله. مور او ناسکه پلار محمد عطاس مې په دې اړه ډیر ټینګ کړل څو یو ګاډی را ته واخلي.خو ستونزه دا وه چې محمد غریب و او دومره پیسې یې نه درلودلې چې ما ته دې ګاډی واخیستلی شي. خو کله مې چې مور په تنګ کړله هغې محمد تر فشار لاندې راوسته. څه سر به دې خوږوم، پریکړه په دې وشوله چې محمد به مې خپل سکه پلار ته بیايي څو هغه را ته ګاډی واخلي او اخیستلای یې هم شوای.
"کله چې زه له دې ستراتیژۍ خبر شولم، نو ورته خوښ هم وم او په تشویش هم! زه هیڅکله ستا د نیکه په وړاندې یوازې نه وم دریدلی. که دریدلی هم وم نو نور ورونه هم راسره وو. دومره تمه مې له ځانه نه درلودله چې په حالاتو به قابو وساتلای شم او یا به هم وکولای شم چې نوموړی قانع کړم خو بس زړه مې غټ کړ. او هغه ستره ورځ چې ما له خپل پلار سره په یوازې سر لیدل، را ورسیدله.محمد عطاس، زه ستا د نیکه دفتر ته په جدې کې بوتللم. نیکه دې په دفتر کې د ډیر لوی میز شا ته چې ما پخپل ژوند کې د لومړي ځل لپاره لیدلی و ناست و. خندا او مسکا یې نه پیژندل. همدا چې خونې ته ورننوتلم، نو را غږ یې کړ: زما ځوی څه غواړي؟ عطاس په اوږې کیکاږلم چې وایه ځکه مونږ دواړو ته وضعیت ډیر مناسب و. ستا نیکه هیڅکله خپل زامن نه پیژندل. خو زه یې په یوه ټک سره وپيژندلم.ستا نیکه به له خپلو زامنو پوښتل چې  د خپلې مور نوم دې واخلي څو هغه یې وپیژني خو په هغه ورځ څه شوي وو، همدا چې ورغللم نو وی پیژندلم. خو وروسته زه د هغه د زر پیژندلو په دلیل پوی شولم. هغه ځکه پیژندلی وم چې محمد عطاس را سره و او هغه په دې هم پوهیده چې ښځې یې له ده وروسته له چا سره واده کړیدی. خو په هغه ورځ زه په زړه کې ډیر خوښ وم او له ځان سره سر وم چې دغه دی ډیر زر یې وپيژندلم او هیر کړی یې نه یم خو په اصلي کیسه خبر نه وم چې خبره بل شی ده.
" ستا نیکه شخې سترګې را کې نیولې وې نو زر مې سترګې لاندې وغورځولې ځکه ما له هغه سره مخامخ په سترګو کې هیڅ وخت خبرې نه وې کړې. ما هره ممکنه هڅه کوله چې سړی را څخه خپه نشي. ما په غولي کې خپلې سترګې ګنډلې وې او لاندې مې لیدل چې ده خپله هماغه لومړنۍ پوښتنه چې زه څه غواړم بیرته تکرار کړله. ما وویل: پلاره ګاډی راته واخله!
ده نو بیا پوښتنې کولې او ما ځوابونه ورکول؛ بیا نو باالاخره ده وپوښتل:
٬اسامه په ګاډي څه کوې؟
ښوونځي ته په کې ځم.
ولې ګاډی درته واخلم؟
ځکه خوښیږي مې؛ او بل په چلولو کې یې هم بد نه یم!
په درسونو کې هم همداسې یې لکه په ګاډي کې چې یې؟
هو!
آیا تابعدار ځوی یې؟
ډیر ښه!
یو څو شیبې چوپ شو او پریکړه یې کوله.
زه یې په مخکې غلی ولاړ وم او خپله ساه مې نیولې وه څو بې ادبي را څخه ونشي.
"خپله خاموشي یې ماته کړله او راته وی ویل:٬زه ګاډی نشم درته اخیستلی. یو بایسیکل به درته واخلم!
سخت خپه شولم خو دده تصمیم مې ونه ننګوه ځکه زه پوهیدلم که پریکړه یې وننګوم نو سزه مې وهل دي! ده خپلې سترګې په خپلو اسنادو چې په مخ کې یې پراته وو، خښې کړلې او زه له خونې په داسې ډول چې مننه مې ترې کوله ووتلم. نه ده وویل چې (خدای په امان) او نه هم ما!
 دا نو زما او ستا د نیکه ترمنځ اخري لیده کاته وو چې بیا هیڅ ترسره نشول. که څه هم زه هغه وخت نه پوهیدم چې دا به مې اخري لیده کاته وي خو د تقدیر کارونه وو چې ستا نیکه د یو کال دننه ووژل شو.
" ما ستا د نیکه سره خپلې خبرې پخپل زړه کې پټې وساتلې او هیچا ته مې ونکړلې خو عطاس ډیر ښه سړی و او تل یې هڅه کوله چې خوښ مې وساتي. کور ته په لار یې ډیرې ټوکې، هغه او دغه خوا خبرې یې راته وکړلې. وی هڅولم چې ډیر زر به د بایسیکل څښتن شم.
" ډیر وخت نه و وتلی چې یو سور بایسیکل مې په نصیب شو. خو خوند یې نه راکاوه. یو څو ځلې مې وچلوه، خپل بل واړه ورور ته مې ورکړ. بیا نو څو اونۍ وروسته، یوه ورځ د خپل ژوند له لومړني شوک سره مخامخ شولم. ما ته ګاډی اخیستل شوی و! یوازې زما لپاره! دغه ګاډی یې ما ته زمونږ د جدې په کور کې راوسته. دغه ورځ زما د ژوند تر ټولو ښکلې ورځ وه.  که څه هم مور او محمد عطاس اجازه نه راکوله چې زه ګاډی وچلوم خو بیا هم زمونږ چلوونکي محمد به زه په کې د څو شیبو لپاره د باندې په کې ویستلم. ستا نیکه هغه وخت ووژل شو چې زه لس کلن وم خو ما ورسره دویم ځل لپاره ونه لیدلی شول."
 
د پلار په دې کیسې مې پلار ته خپه شولم. دا څنګه پلار و چې ددومره پیسو برسره یې بیا هم د یوه ځوی خبره نه منله؟ خو ما دا پوښتنه له خپل پلار څخه ونشوای کولای.