Proactive Vs Reactive

 
لیکوال: سمیع الله ایلم، دوشنبه، تاجکستان
 
زموږ د کمپیوټر استاد به چې په کوم آپشن پوه نشو نو ویل به یې چې ددغه آپشن استعمال په انټرنیټ پورې اړه لري؛ مطمین یم چې تاسو به هم له ورته ځوابونو سره مخامخ شوي وای؛ ما هم د پورته عنوان لپاره د پښتو وړ ځواب ونه مونده؛ زه به یې هم ګناه په دپښتو ژبې په کمزورتیا ور واچوم!
پرواکټیو هغه ډله خلک دي چې مخکې له دې چې یوه پیښه ترسره شي خپل غبرګون ښيي او د ډاکټرانو په څیر مخکې له مخکې وقایې ته تیار وي؛ دویمه ډله هغه کسان دي چې د پیښې له ترسره کیدلو وروسته بیا چیغې، سورې او شور جوړ وي!
که په غټو قافونو کې یې ووایم، دغه دویمه ډله زموږ پښتانه حضرات دي! اول خو دوی په سیاست نه پوهیږي؛ بیا چې پوه شول له سړي "ګوسفندان" جوړ کړي! دواړه حالته یې خطرناک دي!
د غریبو ملکونو سیاست درواغ، چل، دوکې، ټیلو او حرامیتوب ته ویل کیږي چې په دې کې زموږ د شمال ټلوالې غضبناک ورونه ښه پوهیږي! پښتانه حضرات اول په ښاري ژوند باور نه لري؛ بیا یې چې ولري تر څو کلونو پورې ښاري عشق ړوند کړی وي؛ چې له دې هم راووځي بیا یې کورني مشکلات دومره وي چې له سیال سره یې د جوګې ټول وس ترې اخیستی وي! ترڅو چې دی پوهیږي نو ګټه ښاري ارزالو کړې وي او دی بیا د مچ په څیر لاسونه پړقوي!
غوره مثالونه یې:
الف:د مدني ټولنو سوداګري: د مدني ټولنو سوداګرۍ کې پښتانه خورا وروسته میدان ته شول! په داسې وخت کې دوی بازار ته راغلل چې فنډ ټول د عزیز رفیع او باري سلام په څیر ونډیانو وهلی و!
اوس چې د لِله فی الله وخت شو، پښتانه هم یوه ډله لري چې غښتلې، وړ خو له جیبه کمزورې ده!
ب: د تذکرو مسله! د تذکرو په مسله کې پښتانه ډیر وروسته پوه شول؛ داسې وخت کې چې نوره نو موضوع توشیح شوې وه! چیغو او سرو یې دومره وکړل چې خبره نیم کله بیا له سره کړي! لا تر دې دمه حل نه ده او کیدای شي بې افغانه تذکره په موږ ومنل شي!
ج: د ټولټاکنو موضوع: عبدالله هغسې یو شور جوړ کړ چې هم یې نړیوال ملاتړ خپل کړ او هم یې کورنۍ هغه! دوه کسیزو خیمو یې دومره اغیز وکړ چې ددې امکان و چې طلوع او یا هم نوره تړلې او لړلې رسنۍ پرې ډاکومنټري فلم جوړ کړي!
د: تیره اونۍ چې د پارلمان رییس او نایب له اجراییوي رییس سره لیدل، عبدالله ټوله پړه په ولسمشر غني ور واچوله او هغه یې پړ وباله! مطلب دا چې نوموړی د سولې، اقتصاد د غښتلتیا او ژمنتیا ملک دی، بس یوازې ستونزې په ولسمشر کې دي!
د ولمسشر چوپتیا، ځوان او محافظ سلاکاران ددې سبب شویدي چې وضعیت لاپسې ګونګ او د ملت او ولسمشر ترمنځ جوړ شوی دیوال لاپسې اوچت کړي!
غوره به وي چې پښتانه په کُل او ولسمشر او ډله یې په ځانګړې توګه ځانونه یو څه پرواکټیو کړي! په دې کلیمې او ورسره دوکتوران له ما ښه پوهیږي!
سیاست د ډارنو، بزدلانو، او محافظانو نړۍ نه ده. زموږ په څیر هیوادونو کې خو هیڅکله نه!