سمیع الله ایلم، کابل، افغانستان
جنوري۲۰۱۵٬۰۶
شمال ټلواله د سیستمونو په تخریب، پرځولو کې زړه سابقه لري؛ دوی د بینن سوان طرحه له منځه یووړه؛ له ډاکټر نجیب سره پرچمیان ریښتوني پاتې نشول؛ د پیښور د موافقو خلاف یې کودتایې چلند وکړ؛ قانوني د تاج محمد وردګ مخه ډب کړله؛ فهیم قسیم یې غره ته د ختلو بیاځلي وژونکي تمرین اراده کړېوه خو د غره په ځای سوری یې خونه شو!
دوی انتقامي چلند کوي او له مخکې تیار دي؛ پلویان یې ددوی له دغو کارونو خوند اخلي او د "الله اکبر" او "چکچکو" په ګډ ترنم کې یې که ګنهګار نشم په ګډې موسیقۍ کې یې بدرګه کوي!
حکمتیار یې په مذهب پوه و، خو دده شاوخوا زیاتره د پروان مجاهدین ننوتلي وو چې په زړه کې یې د مسعود بت شین و! حکمتیار دوی ته له پکتیاوال، ځدراڼ او لغماني مجاهد څخه په ډیره درنه سترګه لیدل!
متفکر لکه څنګه چې روان و، هغسې پاتې نشو! د حکمتیار خبره به نقل کړو چې "طالبان چې څنګه زر واک ته رسیدلي، هغسې به زر له واک وغورځيږي" د متفکر په غورو کې چې څومره شور و، هغه اوس ډیر سوړ شویدی!
متفکر په لومړۍ شپې (۱۰۰ ورځو) کې هغه څه ترسره نشوای کړلی چې هیله یې کوله!
زما په شمول د متفکر ټول پلویان دې ګوړه، ګوړه وایي!
زما یو فیسبوکي متفکر چې یوه ورځپاڼه هم چلوي یادیږي چې څنګه یې ماته ډاډ راکاوه: "خیر دی که امرخیل لیرې شي؛ ته یو سیستم غواړې که یو فرد؟" خو دغه فیسبوکي متفکر چې اکټونه یې ټول د Fixing Failed States د لیکونکي په څیر دي، اوس به پوه شوی وي!
د شمال ټلوالې پیژندګلوي هغه څوک کولای شي چې څه نا څه د پردو تر شا توطیو څخه خبر وي؛ او د مقاومت-جهاد دوره یې مطالعه کړې وي.
د طالبانو ویاند کندهار ته د دوی د لمنې په ورټولیدو، ویل: موږ تکتیکي شا ته تګ کړی! د غني متفکر پلویان هم ورته باور لري او ورته پیرې تکراره وي!
غني که د هرې توطیې ښکار شوی وي خو بیا هم د ګاډي شټرینګ له ده سره و چې کولای یې شول وضعیت پخپله ګټه راوڅرخوي خو پاتې راغی!
که کابینه معرفي شي او که یا! مهمه خبره د مثمریت ده او هغه له ده څخه نوره پوره نه ده! که کابینه څومره هم مجهزه او وړ وي، ددې ارزښت نلري چې ۱۰۰ ورځې پرې تیرې شي!
د متفکر رسنیز ملاتړي دې نوره دغه خبره پخپل جیب کې کیږدي چې "غني په ارګ کې یوازې دی" غني هیڅکله یوازې نه و! دا ځل د ډنډې په زور واک ته رسیدلی و خو دا چې پښتون مشران د خپل قوم په پیژندلو او غښتلتیاوو باور نه لري او یا یې هم نه پیژني، نور دې جهنم ته لاړ شي!
د هیواد اقتصادي وضعیت مخ په ځوړ دی او هغه څوک د چوپ شه او صبر شه خبره کوي چې هره میاشت په حکومت خپلې سړې پیسې (Cold Money) چپه کوي!
د هیواد ۸۰ سلنه نفوس چې موچي، موټروان، دوکاندار، دیاړي مار او...دې نور نو حوصله نه لري!
هغه غني چې د مکتبي کمزورو رهبرانو د تقویې یوه هیله وه نوره نو...
وروستي