استادان عموماً په نظري ډول ښه وي خو عملي پایلې یې د مدیر په توګه ډیرې جالبې نه وي.
په رهبرۍ کې یې رول هغسې چې یې اړتیا یې وي، اغیزمن نه وي. موږ په اوسني حکومت کې له څو استادانو سره مخامخ یو:
ولسمشر: اشرف غني
د ولسمشر دویم مرستیال: دانش
د اجراییه رییس مرستیالان: محمد خان استاد او محقق استاذ!
له ولسمشر اشرف غني څخه هیله وه چې له استادانو څخه زموږ بدې خاطرې به په ښو او نیکو هغوی واړوي خو له وروستیو کارونو یې دې پایلې ته—که زر مو پریکړه نه وي کړي—رسیدلي یو چې دغه مورچل مو هم لکه چې نړیږي.
هوښیاره مرغۍ له دواړو پښو ګیره ده:
ضیامسعود ته د قانون خلاف مقام منل ترڅو یو څوک چې نه یې رایې ور ډیرولای شوې او نه هم کومه بانفوذه څیره وه خوښ وساتي! دغه سړی چې د فیسبوکي مبارزینو په اصطلاح په قیر سړک پاتې و، د دې پر ځای چې د ده لپاره مُمِد ثابت شي، بلکې یو دام شو چې وروسته د ټاکنیزو بحثونو پرمهال په همدغه اجراییوي مقام د ناکام نوماند لخوا ګوته کیښودل شوله او زور یې ورکړ!
د غني پلویانو دغه مقام هسې یو تشریفاتي مقام باله خو دم ګړۍ وضعیت چپه ښکاري. دغه مقام د ولسمشر د لومړي او دویم مرستیال حیثیت او صلاحیت تر اغیز لاندې راوستلي دي. دغه تشریفاتي مقام اوس مهال په کًلي ډول اجراییوي بدل شویدی! چې ولسمشر ننګوي هم!
وروستی ښه مثال یې د کابل د امنیه قوماندان چې انداز یې د وادي ګرګ ها د جوهر دی بیرته تقرر دی!
د احمد ضیا مسعود د ځوی تقرر:
کله، کله سړی حیران شي چې زموږ متفکر ډیر هوښیار دی او که خدای پاک؟! تشبیه مې بې ځایه ده خو پټ راز دا دی چې خدای (ج) پاک په ۴۰ کلنۍ کې پیغمبران په نبوت مبعوث کړیدي خو ده په دومره مهم پوست کې داسې یو هلک چې لا یې هم له خولې د شیدو بوی راځي وګوماره چې دا پخپل ذات کې له ملي ګټو سره له لوبو پرته بله مانا نه لري.
د وخت بد مدیریت!
ولسمشر تر دې دمه د پخواني لوی څارنوال عبدالجبار ثابت رول کې لوبیږي. په ولسمشر پسې کونټ ډون روان دی! تر دې دمه یې یو څو خوشې منډې کړي، کله په یو روغتون او کله هم په کومې حوزې کې! دغه شیان ماته پرون په کور ناست د کلیو او پراختیا وزیر ښاغلی برمک رایادوي! نوموړی چې کله وزیر شو نو لومړۍ کار یې په دروازې کې دریدل وو ترڅو مامورین وګوري چې ناوخت راځي او که په وخت!!!
خو په سبا یې وضعیت هماغه درک و!
ولسمشر تردې دمه کومه بارزه لاسته راوړنه نه لري. د کابل بانک موضوع لا هم شفافه نه ده!!
برښنا نشته! د برښنا کمښت د پخوا په پرتله ډیر زور اخیستی دی! د ولسمشر د ماڼۍ په دوه کیلومترۍ کې برښنا نشته!
امنیتي وضعیت له پخوا ډیر کړکیچن دی! پاکستان څخه لیدنه له ناکامۍ پرته بل شی نه شو بللی!
د ده اصلاحاتو دفتري کاري پروسیجر لاپسې کړکیچن کړی! د پخواني ولسمشر پرمهال به مفسدینو مشکل حلوه خو وخت او نوټ به یې غوښته! د ده په راتګ سره وخت، نوټ او اخطار درې واړه! وایې لاس دې تر اشرف غني خلاص! دا خبره هغه وخت چې خبره ورسره یو په دوه کړې!
د رباني ځوی په خواهش مقررول-Minister on Demand!
عطا له مفکر ولسمشر غوښتي چې د رباني ځوی په خواهش مقرر کړي او ده هم خندلي ورته!! خو دغه خندا یې د ویرې او عجز ده!
دی مو ولسمشر کړ خو هغه د ولسمشر لپاره چې کوم جرات، زړورتیا او... هغه مو لکه ترې وتروړل که څنګه؟ هغه کس چې په جدیت، جرات او...مشهور و چپه شویدی!
په دومرو ډیرو ورځو کې مو له ده څخه د ډیرو کارونو هیله وه خو لکه خوب مو اوبو ته ووې!
تاسو څه فکر کوی که عطا او یا هم عبدالله لوبه ګټلې وای، د غني داسې کوم خواهش به یې منلی و؟؟؟ زما په فکر د هغوی ځواب به ډیر زیات ګستاخانه و!
سیاست د خواهشونو د منلو، زاریو ته د غوږ نیولو کار نه دی! دلته جرات، متانت او زړورتیا ته اړتیا ده!
فیکسنګ فیلډ سټيټس هسې نه شرم شي!
ولسمشر مو په کتاب لیکلو کې ښه نوم لري. د ناکامو دولتونو ترمیم یې مشهور کتاب دی! خو کیدای شي دغه نوی مقام د ولسمشر لپاره یوه بله کیس سټډي شي چې کیدای شي ولسمشر یې د پای ښه تحمل ونلري!
هغه څه چې په کتابونو کې وي، د شمال ټلوالې مداریان پرې نشي مهاریدلی! ولسمشر سره د سیاست تیوریانې دي خو له شمالي ټلوالې سره یې هنر!
تر دې دمه ولسمشر په ماته کې روان دی! او ناکام بریمن!
هسې نه ملت د ولسمشر له پالیسیو څخه په ډکو خبرو بې ایمانه شي! عمل له خبرو پورته وي!
هیله ده چې ولسمشر ته نږدې کسان ولسمشر چې یوه ناروغي یې هم د خپل ټیم خبرو ته غوږ نه نیول دي، پوه کړي چې ملت او بالخصوص قوم یې ترې خپه دی!
که ډیر هم ځان ملي، ملي کړې، پیغور دې په موږ دی!
وروستي