زابل: دواټ د غاړی ماين چاودنی ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

زابل
د زابل د ولايت مقام نه په يوه رارسيدلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د يکشنبې په مازدیګرشپږ۶بجی دشاه جوی ولسوالۍ اړوند دکلاخیلو په سړک د واټ د غاړی د ماین چاودنه ترسره شوه، چی موخه یی ظاهرآ په یاده ولسوالی کی دسیمه ایزو پولیسو مرسیتال قوماندان مجاهد ؤ.
خبر کې ويل شوي، چې په دی پیښه کی د یادی ولسوالۍ دسیمه ایزوپولیسو دمرستیال قوماندان مجاهد ترڅنګ دهغه دوه ساتونکی اودسیمی شپږ۶تنه ښځی ،ماشومان اولویان وژل شوي اودولس ۱۲ تنه نوردسیمی ملکي خلک چی اکثرآ یی ماشومان دي ټپیان شویدی.،داچی پیښه کورنو ته څيرمه شویده نوځکه دملکی خلکو مرګ ژوبله هم زیاته ده.
ټپیان ژرترژره دامنیتی منسوبینولخوا سیمه ایزوروغتیایی مراکزوته لیږدول شوی چی دهغوی څخه هم یوی ماشومی روغتون ته په لیاره ساه ورکړی اودنورو روغتیایی حالت د ډاډ وړدی.
 
\"\"