د تورې بوړې غر؛عمر بن لادن، د اسامه بن لادن څلورم ځوی  (۲ برخه)

 \"\"
شپاړسم څپرکی:
د تورې بوړې غر
عمر بن لادن، د اسامه بن لادن څلورم ځوی
دویمه برخه
 
   
دا د اسامه بن لادن په اړه د هغه د کډې نجوا، ځوی عمر او د یوې بهرنۍ لیکوالې جین ساسن ګډ کتاب دی چې په انګریزۍ کې یې Growing Up Bin Laden نوم پرې ایښی دی. ما، سمیع الله ایلم، دغه کتاب پښتو ته ژباړلی دی او له تاسو سره یې هغه برخه چې اسامه بن لادن په کې افغانستان ته راځي د روهي ویبپاڼې له لارې شریکوم. هیله ده چې څوک یې د کاپي، بیا خپراوي، ثبت او ظبط هڅه ونکړي.
په درناوي!
          یو ساعت وروسته مونږ داسې یوه ځای ته ورسیدلو چې پکې یو څه ساختمانونه ولاړ وو. آیا دا هماغه غر و چې ملا نورالله زمونږ پلار ته په خورا سخاوت سره بخښلي وو؟ په ریښتیا چې مونږ هماغه ځای ته رسیدلي وو. چلوونکي ګاډی ودراوه او مونږ له ګاډي ښکته شولو. زمونږ پلار له مونږ ټولو مخکې و او په خورا متانت او غرور سره یې ګامونه اخیستل ځکه چې غر ورته هدیه شوی و.
پلار سره مې د تل په څير دده امسا په لاس کې وه. له چپې اوږې یې کلاشنکوف ځوړند وه. کله چې اورم ژورنالیستان وایي چې زما پلار چپ لاستی و نو زما د پلار په اړه ددوی په کم علمی مې خندا ونیسي. زه به یو شی له تاسو سره شریک کړم هغه دا چې زما پلار ښي لاسی دی خو کله،کله چې غواړي یو شی ښه وګوري نو له چپې سترګې هم کار اخلي. د چپې سترګې د کارولو کیسه یې ډیره سخته نده. کله چې دی ځوان هلک و، نو د اوسپنو له ټوټو سره د لوبو پرمهال چې هغه یې په یو بل سره ټکولې، چې ناڅاپه کومه زره یې ښۍ سترګې ته ور الوتلې وه. دغه پرهر دومره جدي و چې دی مجبور شوی و چې یو پټ پټونی سفر د تداوۍ لپاره لندن ته وکړي.
تشخیص مالومه کړله چې زما پلار نشي کولای چې په ښۍ سترګې څه شی ولیدلی شي. کله چې دا خبر کورنۍ ته رسیدلی و نو هغوی ټول خپه شوي وو.
بس عمر تیریده خو پلار مې هڅه کوله چې په عیب یې څوک پوی نشي. ددې لپاره چې د سترګې په عیب یې څوک پوی نشي ده به داسې ښودله چې دی چپی دی او په ښي لاس څه شی نشي کولای خو خلک خبر نه وو چې دده اصلي ستونزه دده ښۍ سترګه وه نه ښۍ لاس!
دا چې ولې مو پلار خپل عیب پټوه، دلیل یې زمونږ کلتور دی چې په سړي کې هیڅ ډول عیب نشي زغملی! په سړي کې عیب نو ستر پیغور جوړیږي او په ټولنه کې د سړي ارزښت ټيټوي. له همدې کبله زمونږ او د پلار خپلې کورنۍ هڅه کوله چې د پلار دغه راز مو افشا نشي. دا چې پلار مې خپله وسله په چپ لاس کې نیوله او یا یې هم چپ لاس کاروه، دلیل یې هماغه د ښۍ سترګې ړوندوالی و!
که زما پلار زما دغه کتاب لوستی وي او په دې خبره خبر شوی وي چې ما یې عیب له نورو سره شریک کړ او له راز څخه مې پرده پورته کړله نو پلار باید خپه نشي ځکه دا یو حقیقت و چې پلار مې ترې ځوریږي!
د پلار سرچپه ما کولای شول توره بوړه پخپلو دواړو سترګو ولیدلی شم. دغه غر سخت ستوغ و او دومره دنګ، لوړ او پراخ و چې ما یې فکر هم نشو کولای. سروبیخ یې نه معلومیده خو د ځناورو لپاره شپولونو ته ورته ودانیو د غره ځلا له ځان سره وړې وه. ما هیله درلودله چې پلار به مې ووایي چې دغه شپولونه دې ړنګ شي څو مونږ یوه پراخه غرنۍ حویلۍ او کلا جوړه کړای شو. خو پلار زما د هیلې سرچپه وویل:\"تر هغې چې کورنۍ جګړه پای مومي، مونږ به دلته اوسیږو .\" یوه ژوره ساه مې واخیستله او حیران شولم. له ځان سره مې ویل افغان جګړه خو زما په ژوند ناممکنه ده چې ختمه شي. زما په ږیرې کې به سپین را وخیژي خو دغه جګړه به پای ونه مومي! ددې پرځای چې پلار مې ددغو جوړوشوو ساختمانونو په اړه متفاوت فکر وکړي په مینه کې یې ډوب شو. ما ته یې مخ راواړوه:\"عمره! په دې کورونو کې زړور خلک د جهاد پرمهال اوسیدل.\" ما به نو څه ورته ویلي وای. ما یوازې له ځان سره په دې سوچونه کول چې زما مور به څنګه وتوانیږي چې په دې وحشي کور کې چې په شنډې ځمکې جوړ شوی ژوند وکړای شي. نه یوازې چې بدوی ځای و بلکې د ماشومانو لپاره یو خطرناک چاپیریال هم و. ځکه همدا چې له کوره وتل، له ګړنګونو سره مخامخیدل. ګړنګونه ۳ زره فوټه ژور وو. همدا چې چاپیریال ته به مې پام کیده نو د کورنۍ واړه به را یادیدل چې په منده له کوره وتل، له ګړنګه غورځيدل او چیغې یې په هوا کې پاتې کیدلې!
بس په همدې سوچونو کې زه پخپل پلار پسې هغه لومړني تعمیر ته روان شولم چې شپږ ډیرې وړې کوټې یې درلودلې. زړه مې ښه پړسیدلی و خو خوله مې نه چوله کوله ځکه ما ویل که خوله پرانیزم نو ډیر چټیاټ به مې پلار ته وغږوم. که چټيات مې غږول نو له بل شرم سره مخامخیدلم هغه دا چې پلار به خپله غوسه نشوای کنټرولولی او خپلې امسا ته به یې لاس کاوه او دربولم به یې!
که سړی بیخي احساساتي کیده، نو ددې امکان و چې ټیله مې کړي او یو دمي ځان را څخه خلاص کړي. غوره مې وګڼله چې ځان چوپ کړم او د خونو په ستاینې مې پیل وکړ.
ددغو شپږو خونو دیوالونه د تیږو له بلاکونو جوړ شوي وو چې له غره را بیلې شوې وې. نه یې رنګ و او نه یې هم ښکلا! کړکیو او دروازو په اړه خو مه پوښته ځکه دیوالونو کې یوازې کړکۍ او دروازې څنګه چې وې هغسې پاتې وې. نه په کې دروازه وه او نه هم په کې کړکۍ! په چت یې کړکي او لرګي اچولي وو. پلار مې دروازو او کړکیو ته چې په امسا یې اشاره کوله وویل: \"دغو ته به د اوښانو کتې واچوو.\"
\"آیا نوموړی جدي وو؟\"
ترک شوې ودانۍ له خالي قطیو، د پلاستیک له کڅوړو، خاورو و خځلو، زیړو اخبارونو ډکې وې. بده یې لا دا چې بريښنا هم نه وه. مطلب دا چې اوس به مو د  عادي ډیم ګروپونو رڼا څخه هم خوند نشو اخیستلی. بس له ځان سره پوهیدلم چې خرابې شپې ورځې زمونږ په انتظار دي. نور نو د بن لادن کورنۍ ریښتوني یوه غرنۍ کورنۍ کیدونکې وه: یا به مو شپه لانټین، شمعې او یا هم ګیس ته سبا کوله. اوبو نه درلودل بله ستونزه وه؟ اوس به مو نو مور د خوړلو او پخولو لپاره د غره څوکې ته اوبه په سر خیژوي؟ ودانیو پخلنځی هم نه درلوده؛ د ځان مینځلو لپاره تشنابونه هم نه ول. کنارابونه هم نه ول! اوس به مو مور، خویندې، میرنۍ مورګانې خپلې اړتیاوې څنګه رفع کوي؟ پلار مې لکه دغه اړتیا درک کړله: \"مونږ به د هرو دوو خونو لپاره یو وړوکی تشناب جوړ کړو!\"
له دې خبرې څخه وروسته یو ځل بیا مې پلار د جنګ جګړو خبرې پیل کړې. ده ته دغه ودانۍ په زړه پورې وې خو زمونږ د کورنۍ د نورو غړو لپاره دغه ځای جالب نه و. پلار ته مې کیدای شوای ځکه جالب وای چې نوموړی یو جنګیالی و او له ورته ځایونو سره عادت شوی و. خو څوک وو هم نه چې دده مخالفت یې کړی وای. زه په هغه عمر کې نه وم چې د پلار د خبرو په مقابل کې دې ودریدلی شم. زه بیا هم د خپل پلار په سترګو کې ماشوم وم خو دومره پوهیدم چې پلار مې کورنۍ په خطرناک لوري له ځان سره روانه کړیده.
ده زمونږ د تسکین لپاره وویل: \"هو!\"، \"ټول شیان به پخیر وي! دومره بد ځای نه دی!\" ما ابو حفص او سیف العدل ته ولیدل. دوی زما د پلار د فکر او عقیدې په مقابل کې مقاومت نښوده. دوی ورسره عادت کړی و. دوو نورو عسکرو خپل سرونه ګرول، دوی له ما سره همنظره وو خو زما په څیر د ویلو جرأت یې نه درلوده. زما د پلار ملګرو یو بل بد عادت دا و چې هره خبره به یې کوله نو اجازه به یې غوښتله: \"ښاغلیه، زه خبره کولای شم؟\"
د پلار تر قوماندې لاندې مو راتلونکې څو اونۍ د جلال آباد او تورې بوړې ترمنځ په تګ و را تګ تیرې کړلې: کوټې مو پاکې کړې؛  لس کلنې خځلې مو له کوټو وویستلې؛ د خونو غولي مو پاک کړل؛ کور ته مو له جلال آباد ښار څخه ابتدایي د اړتیا وړ لوښي را ونیول.
درې ابتدایي شټوپونه مو واخیستل چې هر یوه یې یو نغری درلوده. دا مو ځکه درې واخیستل چې د پلار ښځې مو دری وې. له نږدې چینې څخه د اوبو راوړلو لپاره د اوبو بوکو ته هم اړتیا وه. د پخولو لپاره مو دیګونه هم را ونیول. د خوراک لوښي مو پلاستیکي واخیستل. څو فوځي کمپلې مو هم د هلکانو لپاره واخیستلې. د خونو د غولو لپاره مو هم ځینې فرشونه را ونیول. ارزان بیه څو قالینچې مو هم د پلار هیرې نه وې. هغه یې هم واخیستلې.
څومره مو چې هم کوټې پاکې کړلې، او یا مو هم په کې غالۍ وغوړولې خو بیا هم د کوټو په رونق کې بدلون رانغی. د دریو تشنابونو جوړول هم اسانه کار نه و خو بیا هم کار مو ترسره کړای شو. جوړ مو خو کړل چې اوس د لامبلو لپاره اوبه پیدا شوې وای. پلار مې ویل چې په نږدې کلي کې د ابو رسولو یوه کمپنۍ ده. هغوی کولای شي چې مونږ ته اوبه ورسوي. د پلار له دې خبرې سره یو څه تمه را ته پیدا شوله ځکه چې مور مو نو اوس نه په تکلیفیدله چې د خوراک او څښاک لپاره اوبه له چینې څخه په سر راوړي.
کله مو چې ټول دغه کارونه ترسره کړل، پلار مې د کورنۍ د نورو غړو د راوستلو په اړه خپله پریکړه اعلان کړله. ده وویل چې د کورنۍ نور غړي به د دریو نورو میاشتو لپاره لا هم په سوډان کې پریږدي او نه به یې راولي ځکه په افغانستان کې لا هم کورنۍ جګړه روانه وه او له بلې خو ملا عمر لا هم زما پلار ته تر دې دمه د ښه راغلاست پیغام نه و را لیږلی.
که څه هم  د پلار په تصمیم خوښ وم خو بیا مې هم مور یادیدله. ما ویل که مور مو دلته وای نو پلار به یې په دې پوی کړی وای چې په غره کې اوسیدل یعنې څه؟ په دې ستوغو لارو، کمرونو او سړو کې اوسیدل د ماشومانو لپاره څومره زیانمن کار دی.
پلار، د هغه سړي او ما نور نو په توره بوړه کې واړول که څه هم ځینې سفرونه مو جلال آباد ته درلودل. پلار مې له ډیرو قوماندانانو سره ناستې درلودلې خو کله به چې د خبرو ځای را ورسیده نو ما ته به یې ویل چې د باندې کینه!
بس په همدې مودې کې زه په دې وتوانیدلم چې د پلار له عسکرو سره چې له خرطوم څخه یې د الوتکې پرواز تر جلال آباد پورې تنظیم کړی و، بلد شم او په کیسې یې پوی شم. په دوی کې مې چې ډیر خوښیده هغه محمد عاطف و. د ډیرو نورو عسکرو په څير، عاطف ته هم په خپل ټاټوبي مصر کې ځای نه و! مخکې له دې چې عاطف د مصر د اسلامي جهاد ډلې ته لار ومومي، نوموړی په مصر کې د پولیسو یو صاحب منصب و.  مخکې له دې چې د خپل حکومت لخوا ونیول شي، سړي ځان افغانستان ته رسولی و او دلته یې زما له پلار سره انډیوالي شوې وه.
محمد عاطف زما له پلاره ۱۳ کاله مشر و. دده ویښته تور نسواري وو او ښه لویه ږیره یې درلودله. عاطف سخت قوي هیکله سړی و؛ په قد کې زما له پلار څخه بس یو انچ به ټيټ و. د پلار مې له عاطف سره ډیره مینه وه. د پلار سره د ډیرې مینې له کبله مونږ ته عاطف زمونږ د تره په څير ښکاریده. دا چې په عاطف وروسته څه وشول او څنګه چلند یې خپل کړ، هغه بیله خبره ده خو له مونږ سره یې چلند خورا د ترحم، مهربانۍ وړ و. محمد موسکا وکړه او ما ته یې وویل: \"ما ته نور نو ابو حفص وایاست!\" یعنې د زمري پلار!
په ډیر نزاکت سره مې له ده وپوښتل چې زامن لري او کنه؟ خو دده ځواب منفي و! ده زامن نه درلودل! بې چاره زما د پلار برخلاف ټولې لوڼه درلودلې.
ده په خندا وویل:\"زه ډاډه یم چې خدای (ج) به یوه ورځ ځوی را په نصیب کړي؛ نو ځکه مې وار له مخه ورته نوم غوره کړی—زمری!\"ده په دې خبرې سره وخندل؛ ما هم وخندل. زمونږ خندا ځکه خوند وکړ چې پلار مو نه و! د هغه په شتون کې چا خندلی شول! که څه هم یو څه ځوان وم او وسله مې له ځان سره ګرځوله خو بیا هم پلار دې ته نه پریښودلم چې په لوړ غږ سره وخندم. زه مې د پلار او د هغه د انډیوالانو ترمنځ ملګرتیا ته حیران وم. هغوی عجیبه غوندې انډیوالي درلودله هغه هم په داسې حال کې چې خویونه یې بیخي له یو بل څخه متفاوت وو. د پلار مې ټوکې او خنداوې نه خوښیدلې خو د عاطف بیا خوله نه ټوليدله او تل به یې ټوکې کولې!
پلار مې زما لپاره د ځینو کارونو په کولو غور کړی و. ده زه د چای د هلک په توګه غوره کړی وم. دغه کار سره یو څه خوښ وم ځکه په تورې بوړې کې به بل څه بوختیا وه چې ما ترې خوند اخیستی وای. دا هم یو کار و چې ځان مې پرې غلطولی شوای. بله خبره دا چې خوښ په دې وم چې له پلار سره د نږدې پاتې کیدلو له کبله ما کولای شول د هغه شخصیت ښه وپیژنم. په جدې او خرطوم کې د اوسیدلو پرمهال مو پلار ډیر یادیده خو هغه تل له مونږ څخه لرې د افغانستان په جګړې کې بوخت و. اوس نو زه دده د کورنۍ د ټولو غړو په پرتله ده ته ډیر نږدې وم او بله دا چې زه دده له دریو او څلور ملګرو ترمنځ یو له هغو کسانو څخه وم چې را باندې باور یې کولای شوای. تاسو به زما په دې خبرو حیران شوي وای خو څه مو کړي وای! که ده مونږ و ځورولو، که ده زمونږ کورنۍ بدبخته کړله، که ده مونږ د ټولې نړۍ په خولې کې ور کړلو، خو بیا هم زمونږ پلار و او ترې پریکون نه منونکی او نه کیدونکی و!
د وخت په تیریدلو سره ده زما د ارامۍ په موخه ځينې کارونه وکړل چې زه یې هم خوښ کړلم او ما هم هڅه وکړله چې سړی خوښ وساتم.
یو ماسپښين چې ما دده پښې د لمانځه لپاره مینځلې، نو مونږ خبر نه وو چې د ماسپښین لمانځه د امامت لپاره د نږدې کلي ملا دې خوا ته را روان دی.
یوه ورځ مې پلار سخت ستړی و. کله چې کور ته راغی نو له ما یې وغوښتل چې په پښو یې اوبه ور واچوم. یو ځلې مې چې پښو ته اوبه ور واچولې، نو نور له دې کار سره عادت شولم. بیا به مې تل ورته پښې مینځلې! کله چې ملا را ورسیده او زه یې د پلار د پښو په مینځلو ولیدلم نو ملا په غوسه شو او زما پلار ته یې وویل چې ښه کار نه کوي: \"هیڅ سړی باید د بل سړي پښې ونه مینځي ځکه دغه کار د خدای (ج) په وړاندې د منلو وړ نه دی.\" ملا لا پسې احساساتي شو:\" حتیٰ که د سعودي عربستان پادشاه هم راشي نو دغه هلک یې باید پښې ونه مینځي!\" ما د پلار مخ ته لیدل چې په مخ کې یې رنګونه بدلیدل را بدلیدل. پلار مې ډیر خجالت شوی و. پلار مې د ملا خبرو ته غوږ، غوږ و. پلار مې د مذهبي مشرانو ډیر درناوی کاوه. دی خپه په دې و چې د خدای (ج) له اوامرو یې سرغړونه کړې وه. پلار مې را ته وویل: \"عمره پوی شولې چې ملا څه وویل؟\" له دې ورځې بیا نو ما ته یې اجازه رانکړله چې پښې یې ور ومینځم. د ملا په خبرو په غوسه شولم ځکه ما ته داسې یوه موقع په خپل ژوند کې ډیره کمه میسره شوې وه او له هغې هم ملا منع کړلم. غوښتل مې چې د ملا په خبرو اعتراض وکړم خو زړه مې ونکړ.
له مینځلو سره په تړاو ځینې بدې خاطرې هم لرم چې غواړم له تاسو سره یې شریکې کړم. یوه ورځ مې په تورې بوړې کې د تل په څير پلار او ملګرو ته مې یې چای اچوه چې پلار مې وویل: \"عمره هغه مصری جنرال دې یادیږي؟ ما له هغه سره دلته په جګړې کې برخه اخیستې وه!\"
په خرطوم کې دغه مصری جنرال یوه ورځ زمونږ میلمه و. پلار مې را ته امر وکړ چې له کوره اوبه راوړم. کله مې چې میلمستون ته اوبه راوړلې نو پلار مې را ته وویل چې د جنرال لاسونه ور ومینځم ځکه جنرال د پلار نازولی میلمه و. کله چې ما اوبه راوړلې او د جنرال د لاسونو مینځلو لپاره مې ځنګون مات کړ—کیناستم، جنرال او پلار مې په کشمکش کې شول. جنرال نه غوښتل چې زه یې لاسونه ور ومینځم. ده ما ته وویل چې لوټه راکړه چې زه لاسونه پخپله ومینځم. مونږ چې د هر مشر خبره مو بې له سرکښۍ منله، لوټه مې جنرال ته پریښودله. ما په زړه کې ویل چې هلکه دومره اسرار چې کاوې نو واخله! پلار مې زما په دې کار دومره غوسه شو چې له خولې یې لاړې بادیدلې. پورته شو او جنرال ته یې خپله شخصاً لاسونه ور ومینځل! کله چې جنرال رخصت شو او لاړ نو ښه زبردست یې ووهلم! جنرال لاړ، ما وهل وخوړل او کیسه هیره شوله! خو زه څه خبر وم چې پلار مې لا هم کیسه نه ده هیره کړې. یو ځل بیا یې را یاد کړله چې په زخمونو مې مالګې ودوړوي. ده یو ځل بیا زه د نورو خلکو په مخ کې په دې خاطرې سره خجالت کړلم خو په پای کې یې دا هم را ته وویل: \"زما ځویه تا له هماغې ورځې څخه را وروسته ډیر شیان زده کړل!\"
زه نه پوهیدلم چې وژاړم او که وخاندم. پلار مې اوس هم خپله خبره کوله. ددې پر ځای چې خپله پړه ومني لا یې هم پخپلې خبرې اسرار کاوه. هغه ورځ خو ما غوښتل چې د جنرال لاسونه ور ومینځم، دا چې جنرال اجازه رانکړله او یا یې نه پريښودلم نو ځکه ما دغه کار وکړ. له هغې ورځې مې یو شی دا زده کړ چې پلار مې څه تصمیم نیسي او څه خبره کوي زه یې باید بې له \"چون او چرا\"
پلي کړم.دده غوسه په څو شیبو کې رامنځ ته کیدله او داسې څوک وو هم نه چې دده د غضب مخه دې ونیولی شي!
ما د خپل وس مطابق هڅه وکړله چې دده ژوند اسانه او راحت کړم. ما به دده د خوشالولو لپاره ده ته چای ښه دموه، خو ډیر تریخ چای به یې نه څښه. دوې قاشغې بوره به مې چای جوښې ته ورته اچوله او په واړه ګیلاس کې به مې ورته چای اچوه. زما نه یادیږي چې ده دې کافي غوښتې وي. دده تر ټولو غوره څښاک چای و او یا به یې هم په ګرمو اوبو کې ګبین اچوه. دده په وینا چې ګبین شفا بخښونکې وړتیاوې د بدن او مغز لپاره له ځان سره درلودلې. زما پلار د هر ډول سافټ څښاک لکه پیپسي، کوک... خلاف و او په څښاک یې د یخ اچولو اجازه هم نه درکوله. ده یخ څښاک هیڅکله نه خوښوه. که چا به په غلطۍ کې هم ورته کوم یخ څښاک ورکړ نو تر هغه به یې نه څښه څو په طبیعي ډول ګرم شوی نه وای.
ده په دې خبرې هم اعتراف کاوه چې د خوښې وړ څښاک یې له لاسه وتلی چې ده په سوډان کې څښه. ده به ممیز د اوبو په یوه جګ کې واچول او جګ به یې له اوبو ډک کړ. شپه به یې پرې تیره کړله او په دا بلې ورځې به یې دغه جوس څښه. په میوو کې یې آم خوښیدل. ډوډ‌ۍ کې یې نغن خوښوه خو ډیره یې نه خوړله، بس دومره چې ده ته به یې کفایت کاوه. په خواړو کې یې له غوښې سره ډیره جوړه نه وه خو که بیا یې خوړله د پسه غوښې ته یې په چرګې او د غوا/میښې په غوښې ترجیح ورکوله او له وریجو سره یې خوړله. خو که هر څه به یې مخې ته کیښودل کیدل، ده به نه ردول او دومره یې خوړله چې ګوزاره پرې وکړای شي.
دوه شیان یې هیڅ نه هیرول: یوه امسا او بله کلاشینکوف! ځینې نور شیان یې هم لرې نه پریښودل لکه: تسبیح، د قرآن عظیم وړه نسخه، وړه رادیو چې اروپایې چینلونه به یې په کې نیول په ځانګړي ډول سره بي بي سي او یو ټيپ!
په خرطوم کې د اوسیدلو پرمهال به یې تل خپل پلانونه او خوبونه په ټيپ کې ثبتول، کله چې افغانستان ته راغی بیا یې هم دې کار ته ادامه ورکړله.
څومره چې هم زه ورسره وم نو ما به لیده چې له خپل ټيپ سره به غږیده، خپلې خبرې به یې چې د سیاست، اوسني وضعیت، تاریخي وقایعو  او اسلام په اړه کولې نو ثبتولې به یې! کله چې وروسته،وروسته په ژوند کې له مایوسۍ سره مخامخ شو، نو دی به پخپلو پخوانیو افکارو، پلانونو په غوسه و. زه شاهدي ورکوم چې ده به د سعودي، امریکا، برتانیې او د سیمې د نورو هیوادونو د مشرانو خلاف خبرې او ویناوې کولې. اسلام ته مخ په زیاتیدونکي سپکاوي دی ډیر ځوراوه. کله به خو په خبرو او بیانیو کې دومره په غوسه شو چې خوټیده به، رګونه به یې راووتل او ...
samiullahelam@gmail.com