دملالۍ وخت


د ځوانۍ  هیلي پیغلې ستاله  پښتو شه قربان
د نړۍ  سرې او سپیني له پښتنو شه قربان
ستا  له  پړوني  نه ځار  ستا  له  لمنې لوګئ
د چینماچین  ښاپیرۍ ستاله کوڅو  شه قربان
ستا  په  ټپه کې پیغلې ننګ د پښتو پروت  دئ
چې  په  تا  ننګ  نه کوي ستا له  ویښتو  شه  قربان
پو هیږ م  څه   غوا ړ ې ته   ز ه   هم   هغه  لټو م
ستا  د عفت  د پا ره  سر  د   زلمو  شه قربان
د خپلو اکۍ  سند ره  خپل  پیښو ر ته  و ا یه
د بې ننګۍ  لښکرې  له  لوپټو  شه  قربان
                 زلمي شول  ډلې، ډلې  ملت  پرې،پرې  شو                 
                     خپل چې نفاق  اچوي ټول له پردو  شه قربان            
                                  د خدمتګار  په فکر بیا  د ملالې وخت  
د زلمي  چې پت خر څوي ټول له بنګړو شه قربان
محمديوسف خدمتګار مزدور زوی