
دکرزي دکابینې ځینې غړي له حنیف اتمر سره یو ځای شوې دي
ارګ ته نږدې سرچینې ځینو رسنیو ته ویلي دي ،چې دحنیف اتمر په سرپرستۍ (حق وعدالت ) دسیاسي وضعیت دکنترول په موخه یوه منظمه لړۍ رامنځته کړې ده او توانیدلې دی ،چې دکرزي ، مارشال فهیم او خلیلي مهم کسان دې لړۍ ته راجلب کړي . (حق وعدالت ) له نړیوال ملاتړ څخه هم برخمنه ډله ګڼل کیږي او خپله اتمرد راتلونکې په اړه په ډېر احتیاط ګامونه پورته کوي .
تر اوسه داداري اصلاحاتو مشر ډاکتر مشاهد ، دکرنې وزیر اصف رحیمي ، دترانسپورت وزیر ډاکتر داود نجفي، له مخدره موادو سره دمبارزې وزیر ضرار احمد مقبل لوی څارنوال اسحق الکو ، دلوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید د(حق وعدالت ) له جرګې سره یوځای شوې دي .
اتمر تر اوسه نه دی توانیدلې ،چې کرزي ته نږدې کس جیلاني پوپل خپلې ډلې ته راکش کړي دکرزي دکابینې پخواني وزیران لکه حمیدالله فاروقي ، احسان ضیاء وار له مخه له اتمر سره یو ځای شوې دي .
سرچینه زیاتوي : څه موده وړاندې اتمر له کرزي سره لیدنه درلوده کرزي دخبرو پرمهال ورته ویلي و : زه له هغو کسانو ،چې زما پر ضد فعالیت کوي هیڅ ډار او اندېښنه نه لرم ، خو ستاسې دنرمې او پستې خولې څخه ډاریږم ، پام دې وي ،چې زما دصبر کاسه تر مورګو نه شي .
حنیف اتمر له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له انګلستان سره ټینګې اړیکې لري او پخوا داسې اوازه خپره شوې وه ،چې دسیګار په نوم یو بهرني شرکت حنیف اتمر ته دسیاسي فعالیتونو په موخه دمیاشتې شپیته زره ډالر بسپنه ورکوله .