
د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د پروسې مواد چې د قرغه یي، الینګار، الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ته وړاندې لیږدول شوي ول د مهال ویش سره سم د زمري په پنځمه نیټه په یادو ولسوالیو کې نوم لیکنه پیل شوې او تر دې مهاله پرته له کومې ستونزې دوام لري.
د بادپښ ولسوالۍ ته هم نن د نوم لیکنې مواد ورسیدل او دا مهال په یاده ولسوالۍ کې هم نوم لیکنه پیل شوې.
د یادولو ده هغه کسان چې نوي له کډوالۍ راستانه شوي وي، یا یې هم کارت ورک شوی او خراب شوی وي، یا یې هم خپله ټاکنیزه حوزه بدله کړي وي او یا یې هم نوی د اتلس کلنۍ عمر بشپړ کړي وي کولی شي چې د راتلونکو ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره نوي کارتونه تر لاسه کړي.
دافغانستان اسلامي جمهوريت
سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره
لغمان ولايت
دفتر رياست
مطبوعاتو مديريت
ورځ : یکشنبه
نېټه : ۶-۵-١٣٩۲
پرله پسې شمېره : ۱۲۷
اړيکنيونکى : سرحدي ځواک
ګرځنده شمېره : ۰۸۷۲۸۲۸۳۲۰/ ۰۷۰۸۰۱۵۲۱۷ / ۰۷۸۰۱۸۵۱۲۲
برېښناليک : laghman.spokesperson3@gmail.com