
- د جرمني په ختيځ کې، د جګړې د مخالفينو يوه ډله پوځي اډې ته ننوتې او پوځي ګاډو ته يې اور اچولی. په دغه اور کې ۱۶ ګاډي سوځيدلي، چې د زيان اټکل يې په ميليونونو شوی.
- د لبنان پوځ لخوا ويل شوي، چې د اسراييل جټ الوتکې دلبنان شمال کې د بعلبک په سيمه کې، د دغه هېواد فضايي حريم ته ننوتي دي.
- د روسيې د کمونيست ګوند لخوا په دغه هېواد کې لاريون شوی او د حکومت د استعفا غوښتنه يې کړې او وايي، چې پر ځای دې یو نوی حکومت جوړ شي.
- پاکستان وايي، چې د هندي ځواکونو لخوا د کشمير په سرحدي سيمه کې د دوی يو سرتيری وژل شوی او يو بل ټپي شوی.
- په بحرين کې په چاودنو کې ۳ تنه پوليس ټپيان شوي دي.