
د سوريې د مخالفينو د ملي ايتلاف مشر احمد الجربا، له العربيه تلويزيون سره په مرکه ويلي، چې سوريه د ايران د سپاه پاسدارن او د لبنان د حزب الله لخوا اشغال شوی.
د ده په وينا مخالفين په همدې دليل په ځينو سيمو کې په شا شوي، ځکه د اسد ځواکونه په يوازې توګه د دوی سره مقابله نشي کولی.
نوموړي ويلي، چې موږ د ژينو کنفرانس د عملي کيدو غوښتنه کوو، چې په هغه کې د بشار اسد ګوښه کيدل او د انتقالي حکومت جوړيدل يې يوه برخه وه.
الجربا دغه اندېښنه بې بنسټه بللې، چې سوريې ته ليږديدونکې وسله به د القاعده لاس ته ورشي، ده ټينګار کړی، چې د سوريې دولت مخالفين منځلاري دي.