
پرون د اسراييلو لومړي
وزير (بنيامين نتنياهو) د يوه ليک له لارې ولس ته اعلان وکړ، چې دی په پام کې لري
۱۰۴ تنه فلسطيني بنديان خوشې کړي. دا ارقام
تر هغه وړاندې چې حاکم ائتلاف يې
په اړه پرېکړه وکړي، د نتنياهو د فېسبوک
له لارې اعلان شوي دي. ده په فېسبوک د خلکو د ملاتړ غوښتنه کړې ده او ويلي يې دي، چې کله کله لومړی وزير
اړ دی د خلکو د نظر خلاف ځينې مهمې پرېکړې
وکړي. ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ به
د اسراييلو او فلسطين تر منځ د سولې خبرې بيا پيلېږي او دا
د اسراييلو له خوا د روغ نيت د ښودلو يوه هڅه ده.