
پرون افغانستان په
رسمي توګه د ايران د چابهار بندر له لارې هندوستان ته خپل صادرات پيل کړل. دا
لومړی ځل دی چې افغانستان کولای شي په
مستقيمه توګه هندوستان ته خپل صادرات ولېږدوي.
د چابهار بندر د کراچۍ د بندر پر وړاندې يو ډېر ښه بديل ګڼل کېږي، ځکه چې د کراچۍ
له لارې صادرات به د سياسي شرایطو له امله په تکراري ډول اخلال کېدل. چابهار د ايران
په سويل ختيز کې داسې بندر دی چې د هند د
سمندر او عمان سمندرګي پر پوله پروت
دی او دايران يوازنی بندر دی چې په نېغ
ډول سمندر ته لار لري.