د بصير سالنګي له خوا د يوه خبريال وهل په پراخ ډول وغندل شول


د خبريالانو د  حقونو مدافعينو او همداراز د افغانستان د رسنيو څارونکي دفتر او ورسره د نی د رسنيو ملاتړيزې ادارې د پروان والي له خوا د يوه خبريال وهل ټکول په کلکه غندلي دي. د جمعې په ماښام د پروان والي بصير سالنګي د بخدي نيوز يو خبريال (نصرت الله اقبال) يوه رسټورانټ ته ورغوښتی و او  هلته يې سخت وهلی او ډبولی و. اقبال وايي، چې سالنګي دی په  مرګ وګواښلو او ورته ويې ويل که چېرې ويې وژني بيا به يې پلار کورته راځي او د ده پوښتنه به  کوي. اقبال وايي، چې تر وهلو وروسته د سالنګي ساتونکو نوموړی درې ساعته له ځان سره ايسار کړی و.
د اقبال د  وهلو اصلي لامل په پروان  کې د پراخ اداري فساد د راپورونو خپرول ښودل شوی.