د اسټراليا لومړی وزير په  نااعلان شوي سفر ترينکوټ ته رسېدلی

 
د اسټراليا لومړی وزير (کېوين روډ) او مېرمن يې (تېرېز راين)  په يوه نا اعلان  شوي سفر ترينکوټ ته راغلي او د اسټراليايي ځواکونو له  کمپ څخه يې کتنه  کړې ده. روډ له خپلو  سرتېرو مننه وکړه او ويې ويل چې دوی د تاريخ يوه مهمه برخه دي. روډ سرتېرو ته خبر ورکړ، چې د دې کال ترپايه به د  اسټراليايي ځواکونو لويه برخه کورونو ته ستنېږي او يوازې ۳۰۰ تنه به په افغانستان  کې پاتې کېږي، چې د سلاکارانو  او روزونکو په توګه به کار کوي.دا له ارزګان څخه د روډ پنځمه کتنه ده، چې ترسره کوي يې.