خوست ولايت د دوهمې درجې ولايت ته ارتقا وکړه

د افغانستان د مرکزي حکومت تر پرېکړې او د جمهور رئيس حامد کرزي له لوري دحکم تر صادريدلدو وروسته، خوست ولايت دوهمې درجې ته ارتقا وکړه.
که څه هم د خوست ولايت د مساحت له پلوه د افغانستان تر زياتو ولايتونو کوچنی دی، خو د نفوس، ستراتيژيک موقعيت، د زده کړو موسساتو د فعاليت، طبي خدماتو، سپورت، سوداګري او زياتو نورو برخو کې تر ډيرو ولاياتو مخکښ دی.
خوست په لويه پکتيا کې د مرکز حيثيت غوره کړی او ان له لوګر ولايت نه نيولي تر وزيرستان پورې، خلک د غريبيو او کار د موندلو په موخه خوست ته راځي.
د خوست ــ ګرديزــ کابل ترانزيټي لار د پاکستان له کراچۍ ښار نه تر ټولو لنډه لاره ده، چې د ۳ تر ۴ سوه کيلومترو پورې توپير اټکل يې کيږي، خو له بده مرغه دغه سرک تر اوسه هم نه دی پوخ شوی.
د خوست خلک له مرکزي حکومت نه شکايت لري، چې په دولت کې دننه د شمال ټلوالې کړۍ، له دغه ولايت سره د ميرې چلند کوي. يوه بېلګه يې د برېښنا وزير جنګسار اسمعيل خان دی، چې خپل ولايت ته يې له څو هېوادنو برېښنا رانيولې، خو په خوست او پکتيا کې هېڅ ډول کار نه کوي.
په خوست کې د څو بنسټيزو پروژ د پلي کيدو سملاسي اړتيا ليدل کيږي: له غلام خان نه تر ګرديز پورې د سرکونو پخول او رغول، په دومنده او یا نورو سیمو کې د برېښنا د بند جوړيدل، د نړيوال هوايي ډګر د ژر تر ژر جوړيدلو چارې ګړندي کول.
د يادونې ده، چې نه يوازې د لويې پکتيا يو زيات شمېر خلک په عربي هېوادنو کې کاروبار کوي، همداراز د پښتونخوا نه هم خلک د غريبۍ لپاره يو زيات شمېر خلک دغه هېوادونو ته تللي، چې د راتګ پر مهال د دوی لپاره تر ټولو نږدې لاره خوست کیدلی شي، خو په دې شرط چې په دغه ولايت کې نړيوال هوايي ډګر بشپړ شي.
د خوست سرک د اوسني مرکزي حکومت او نړيوالو موسساتو لپاره د پيغور او ننګ يو لوی ټکی دی.
\"\"