
دوهمې درجې ته دخوست دارتقا په اړه دمرکزي حکومت پريکړه او دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دجمهور رئيس له لوري دحکم صادريدل ددغه ولايت دولسونو او ادارې دپرلپسې کار اوګډې همکارۍ پايله ده ،دغه څرګندونې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په هغه غونډې کې وکړې چې دټولټاکنو لپاره درايې دکارتونو دتر لاسه کيدو په موخه دنوم ليکنې ددوهم پړاو دپيل په موخه جوړه شوې وه.
خوست والي وويل که ولس په واقعي او شفافه توګه په ټولټاکنو کې ګډون وکړي او دخپلو رايو په ځواک سره وړ او خدمت ته ژمنو کسانو ته رايه ورکړي دنظام لاسته راوړنې به نورې هم زياتې او دولسونو ډيرې ستونزې به هوارې شي.
ښاغلي نعيمي دخوست په پرمختګ ،بيارغونه او دولس دستونزو په هواري کې دخوست ولايتي شورا وکيلانو ،ديني علماوو ،مخورو مشرانو ،مدني ټولنو او مطبوعاتو له همکارۍ پرلپسې تلاشونو او اغيزمنو کړنو څخه ستاينه وکړه ،په تيربيا يې دولايتي شورا درهبرۍ او وکيلان هڅې او کړنې دپام او تقدير وړ وبللې ،ښاغلي نعيمي وويل چې دخوست دولايتي شورا ټول وکيلان ولس ته دخدمت په ډګر کې مخکښ او هرې ستونزې ته يې په خپل وخت رسيدګې کړې او همېشه يې دخلکو ستونزې او غوښتنې له ولايت مقام سره په خپل وخت شريکې کړې دي.
دخوست ولايتي ادارې مشرتابه ددې يادونه هم وکړه چې دغه ولايت د ادارې او ولسونو دګډ کار او همکارۍ په اساس ډيرې اساسې موخه ترلاسه شوې دي او دوهمې درجې ته دخوست ولايت ارتقا بله هغه لاسته راوړنه ده چې ترلاسه شوه.
په همدې غونډه کې دخوست ولايتي شورا رئيس سيد کريم خاکسار دولايتي ادارې کړنې وستايلې له وزارتونو او مرکزي ادارو يې وغوښتل چې خوست ځانګړې توجه وکړي اوټولو هغه وړانديزونو ته مثبت ځواب ووايي چې ددغه ولايت دادارې لخوا دخوست دپرمختګ او دخلکو دغوښتنو په تړاو ورته استول شوي دي.
دولايتي شورا رئيس داهم وويل چې وزارتونه بايد دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دجمهور رئيس دهدايت مطابق دخوست له خلکو سره شوې ژمنې عمل کړې اودخوست ولايت دخلکو غوښتنو او ستونزو ته رسيدګي وکړي.
ښاغلي خاکسار ګواښ وکړ که چيرې مرکزي وزارتونه او ادارې يې غوښتنو ته پام ونه کړي دهغه مرکزي وزارتونو او ادارو په وړاندې به سوله ييز لاريويونه وکړي چې دخوست دخلکو سره دمور اوميرې چلند کوي.
واکمن