
د زمري دمياشتې په ٥نېټه دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې دټولټاکنو لپاره دنوم ليکنې او کارتونو داخيستو دوهم پړاو په دولتي مېلمستون کې ديوې لويې غونډې په جوړيدو سره پيل شو،په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې دخوست والي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ ،دټاکنو دخپلواک کميسيون مشر عبدالرحمن محبت ،دولايتي شورا رئيس سيد کريم خان خاکسار او غړو،دسرحدي ځواکونو قوماندان ډګرمن حضرت الدين ،دسولې دشورا غړو ،دسيمه ييزو شوراګانو مسوولينو ،ديني علماوو ،مخورو مشرانو ،دمدني ټولنو نماينده ګانو دادارو رئيسانو ،دمطبوعات کارکوونکو او دميرمنو استازو ګډون کړى وو.
دټولټاکنو دکميسيون رئيس په خپله پرانيستونکې وينا کې دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې دنوم ليکنې ددوهم پړاو دپيل کيدو په تړاو وويل چې خلک بايد کارتونه ترلاسه اوپه راتلونکو ټاکنو پراخ ګډون وکړي ،دنوموړي په خبره دنوم ليکنې او دکارتونو دترلاسه کيدو لومړۍ پړاو دوې مياشتې وړاندې پيل شو ،چې زيات شمير کسانو درايې اخيستې کارتونه ترلاسه کړل خو په دوهم او دريم پړاو کې دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې ټول هغه کسان چې تردې مهاله يې کارتونه نه دي ترلاسه کړي بايد کارتونه واخلي اوپه راتلونکو ټاکنو کې هغه چاته رايه ورکړي چې درايي اهليت ولري ،ښاغلي محبت دخوست ولايتي ادارې له مشرتابه مننه وکړه چې هره برخه کې يې دټاکنو داهميت اوبريا په موخه ولس ته مثبت پيغام ورکړى او لازمه همکاري يې ورسره کړې او هم يې دټاکنو دښه ترسره کيدو په موخه غوره امنيتي پلان جوړ کړى دى.
دقومي مخورو مشرانو په استازيتوب مديرشريف الله خبرې وکړې ،نوموړي ټاکنې يوه مهمه پروسه ياده کړه ،دټولټاکنو له کميسيون يې وغوښتل چې په مرکز او ولسواليو کې بايد دعامه پوهاوي پروګرامونه زيات کړي او په خلکو يې غږ وکړ چې درايې کارتونه واخلي او ديوې روښانه او باثباته راتلونکې په لوري ګام اوچت کړي .
دعلماوو په استازيتوب مفتي حبيب الرحمن خوستي او مولوى نصرالله قاسمي خبرې وکړې او داسلام دمقدس دين په رڼا کې يې دټاکنو په اهميت باندې هراړخيزه خبرې وکړې او دخپلو خبرو پرمهال يې اهل کسانو ته درايې په ورکولو او په ټاکنو کې په بشپړ شفافيت باندې ټينګار وکړ ،مفتي حبيب الرحمن خوستي وويل هغه چا ته بايد رايه ورکړل شي چې په وکالت ،امانت او شاهدت باندې بشپړه پوهه ولري او وکولى شي په ايماندارۍ ،صداقت او رېښتنولۍ سره دخپل ولس او خاورې ته خدمت وکړي، مولوى نصرالله قاسمي له خلکو وغوښتل چې درايې کارتونه ترلاسه او هغه چاته خپله رايه ورکړي چې دولس دخدمت لپاره تلاش کوي ،دنوموړي په خبره دخوست خلک بايد هغه چاته دخپل کارت په کارولو سره رايه ورکړي چې دولس غم ورسره وي نه داسې چې دخپلو شخصي ګټو په غم کې وي ،دنوموړي په خبره يواځې ولايتي اداره دا مسووليت نه لري چې دخوست دبنسټيز پرمختګ ،بيارغونې او ولسي ستونزو لپاره کاروکړي بلکې هرهغه څوک چې دخوست خلکو ورته رايه ورکړي بايد ددغه ولايت دخلکو لپاره کارو کړي ،ده وويل دخوست ځينې بنسټيزې پروژې لکه هوايي ډګر چې کارونه يې دمصلحتونوپه اساس په اړونده وزرات کې ځنډيږي خو هغه څوک يې پوښتنه نه کوي چې ددې ولايت خلکو ورته رايه ورکړې ده.
دميرمنو په استازيتوب دولايتي شورا وکيلې اغلې زهره جلال خبرې وکړې ،نوموړې وويل ددې لپاره چې ټولې ميرمنې دټاکنو کارتونه ترلاسه کړي ،بايد دکارتونو دورکولو مرکزونه زيات او ورته اسانتياوې برابرې شي،اغلې جلال دخوست ولايت له ميرمنو وغوښتل چې درايې کارتونه ترلاسه او په راتلونکې هغه چاته رايه ورکړي چې دميرمنو دژوند دښه ووالي لپاره غوره برنامې و لري.
دولايتي شورا رئيس سيد کريم خاکسار په خپلو خبرو کې دټاکنو دخپلواک کميسيون څخه وغوښتل چې دعامه پوهاوي پروګرامونه زيات او دنوم ليکنې په بهير کې دجعل اوفريب کارۍ مخه ونيسي او هغه کسان په ياد کميسيون کې په دندو وګمارل شي چې بې پرې وي اوپه بشپړه توګه دټاکنو خپلواک کميسيون تګ لارو ته درناوى ولري دنوموړي په خبره امانت بايد اهل ته وسپارل شي اوپه شفافيت سره بايد رايه وکارول شي.
خوست والي ښآغلي عبدالبجارنعيمي غونډې ته دارزونکې وينا پرمهال ټاکنې يوه ملي پروسه او دهېواد دراتلونکي برخليک دټاکنې او جوړونې لپاره دولس دقضاوت يو اساسي پړاو وبللو او ټولټاکنې يې هغه دروند مسووليت ياد کړ چې ولسونه يې په ترسره کولو سره دولسواک نظام دپياوړتيا او ديمو کراتيکو بنسټونو دتقويې په موخه خپله رايه کاروي او دخپلې رايې په کارولو اوځواک سره خپل برخليک ټاکي.
خوست والي وويل رايه امانت او امانت بايد هغه چاته ورکړل شي چې په فکر او عمل کې دخپل هېواد له جوړونې ،ملي ګټو ،ملي هويت ،ارزښتونو بلکې ټولو ملي بهيرونو او پروسه سره مينه ولري ،په مسووليت او درک سره خپل ولس او خاورې ته خدمت وکړي او دخلکو رايو ته په بشپړه توګه درناوى ولري.
ښاغلي عبدالجبارنعيمي په شفافو او له درغليو پاکوټاکنو باندې ټينګار وکړ او له خلکو يې وغوښتل چې په ملي مسووليت سره دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې دقانوني شرايطو مطابق نارينه او ميرمنې بايد درايې کارتونه ترلاسه کړي ترڅو وکولى شي هروخت دولسمشرۍ ،ولايتي شوراګانو او ولسي جرګې په ټاکنو کې هغه چاته رايه ورکړي چې دولس ،خاورې ،تاريخ او نظام خدمت ته ژمن وي ،نعيمي غوښتنه وکړه چې دښارواليو او ولسواليو دشوراګانو لپاره دې هم ټاکنې ترسره شي ترڅوټول ملي ديموکراتيک بنسټونه پياوړي اوبشپړ شي.
خوست والي دخپلو خبرو پرمهال ټولټاکنې په ملي کچه يو ملي سيالي هم ياده کړه او ويې ويل هرهغه څوک چې غواړي دهېواد په ټولو ملي بهيرونو ،جوړښتونو او پروسو کې پراخه ونډه ولري بايد لومړى په غوڅ اکثريت سره کارتونه ترلاسه اوبيا په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي ترڅو په راتلونکې کې وکولى شي هرقوم اومليت په سياسي مشارکت سره خپله راتلونکې روښانه کړي.
خوست والي داهم وويل چې دتير په شان بايد دمعلوملو په اساس چاته رايه ورنه کړل شې بلکې ولس بايد هغه چاته رايه ورکړي چې په فکري اوعملي توګه دخپل ولس ته خدمت ته بشپړه ژمنتيا ولري او دورکړل شويو رايو درناوى وکړي.
نعيمي په خوست کې دټولټاکنو له کميسيون وغوښتل چې دټاکنو په بهير کې دهيڅ چا ترفشار لاندې رانه شي او نه هم دچا دفشاراو اشارې په اساس کړنې ترسره کړي ،بلکې دټاکنو خپلواک کميسيون بايد په بشپړ قانونيت ،مشروعيت او مسووليت سره ټاکنې ترسره کړي او دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې دې دعامه پوهاوي پروګرامونه زيات کړي چې خلک وکولى شي ددغه ملي بهير په اهميت باندې په ښه توګه پوه شي.
خوست والي له ټولو ولسونو په ځانګړې توګه له ميرمنو وغوښتل چې درايې کارتونه واخلي اوپه همدې پړاو کې دنوم ليکنې مرکزونو ته مراجعه وکړي .
خوست والي وويل که چيرې دخوست ولس خپل امانت اهل کسانو ته وسپاري ډيرې هغه ستونزې به هوارې شي چې ولس يې دهواري غوښتنه کوي دده په خبره په ټولټاکنو کې دخلکو پراخ ګډون دولس او افغانستان بريا ده ،همداشان ښاغلي نعيمي له ټولو ديني علماوو ،مخورو مشرانو ،مدني ټولنو ،سيمه ييزو شوراګانو او مطبوعاتو وغوښتل چې ددغه ملي بهير دبريا لپاره کار ترسره په مرکز او ولسواليو کې په مسووليت سره په هره برخه کې ګټوره مرسته وکړي.
ديادونې وړ ده چې نن ورځ دخوست ولايت په ولسواليو کې هم دنوم ليکنې دپيل په اړه غونډې جوړې شوې وې چې زيات شمير کسانو په کې ګډون کړى وو.
واکمن