د پاړه چنار په غبرګو چاودنو کې د وژل شوو شمېر ۵۰ تنو ته ورسيد

 iol news pic july27 Pakistan blast
تير ماښام له روژه ماتي لږ مخکې، د پاړا چنار په مرکزي بازار کې د غبرګو چاودنو د قربانيان په شمېر کې زياتوالی راغلی. د پاکستان د حکومتي تلويزيون د راپور له مخې لومړۍ چاودنه د پاړا چنار په مرکزي بازار کې او دويمه له لومړۍ چاودنې سره نژدې د سکول روډ په سيمه کې شوې وه.
په لومړي سر کې د وژل شوو شمېر د ۲۵ او ۳۵ تنو شاو خوا ښودل کيده، خو وروسته یو شمېر ټپيانو په روغتونونو کې سا ورکړې ده.
 
د دغه چاودنو په پايله کې د ټپیان شمېر هم ډیر زيات دی او ۲۰۰ تنه ښودل کيږي.