
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر نه په رارسيدلي خبر کې ويل شوي، چې د مرکز میدان ښار په قطار سنګ سیمه کې تېره شپه د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د حزب اسلامي د یو قوماندان ذوالفقار،د دغه حزب یو سرګروپ حشمت الله او د دوه وزیرستانیانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي .
خبر زياتوي ، چې همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په اونخي سیمه کې د یو لړ نورو عملیاتو په ترڅ کې چې تېره شپه ترسره شول، د وسله والو طالبانو د یو سرګروپ رحمت شاه چې مشهور په غورځنګ دی،په ګډون درې وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي او یو بل وژل شوی .
د یو بل خبر له مخې امنیتي ځواکونو په سیداباد ولسوالۍ کې اوه بوشکه یې ماینونه چې د تخریبي اعمالو په موخه د مخالفینو له لورې ځای پرځای شوې وو،له چاودنې وړاندې کشف او لمنځه یوړل شول .