۶۷ ٪  امريکايان وايي چې د افغانستان  جګړه بې ارزښته ده

 
د هغې سروې له مخې چې د اې بي سي نيوز او واشنګټن پوسټ له خوا په ګډه ترسره شوې او پرون يې پايلې اعلان شوې، ۶۷٪ امريکايان په دې اند دي، چې د افغانستان جګړه د هغو  لګښتونو ارزښت نه لري چې په دې جګړه کې  کېږي. د دوی په  اند د افغانستان جګړه د امريکې په  امنيت کې کوم  ځانګړی رول هم نه لري. يوازې ۲۸٪ امريکايانو بيا د  افغانستان جګړه د ارزښت وړ بللې ده. دا د افغانستان له جګړې سره د امريکايانو د مخالفت تر ټولو لوړه سلنه ده چې تر اوسه ښودل شوې او لومړی ځل دی، چې د عراق له جګړې سره د مخالفت تر کچې يې هم سلنه لوړه شوې ده. په ۲۰۰۷ کال کې ۶۶٪ امريکايانو د عراق جګړه بې ارزښته  بللې وه.