په هلمند کې د ملي اردو ۵۰۰ سرتېرو ته  په څلورو مياشتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده

په  هلمند کې دميوند قول اردو قومندان جنرال سيدملک ملوک وايي، چې د روان هجري لمریز کال په لومړيو څلورو مياشتو کې په هلمند کې د  ملي اردو څه باندې ۵۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې دا د تېر کال په پرتله په ورته وخت کې ډېر زياتوالی ښيي. د ده په  وينا په تېرو څلورو مياشتو کې ۱۱۶ تنه سرتېري وژل شوي او ۴۰۰ تنه نور ټپيان  شوي دي. ملوک وايي، چې دا سرتېري يا د لارې سره د ماينونو په چاودنه کې او يا هم په جګړه کې وژل شوي دي. د ملوک په وينا دتلفاتو د زياتېدو اصلي لامل دوسله والو مخالفينو د فعاليتونو زياتوالی دی، خو په عين وخت کې ده د امنيتي ځواکونو  تر منځ د ناهمغږۍ په  اړه هم شکايت وکړ. ده په ځانګړې توګه د سنګين  ولسوالۍ امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله.